نن دوشنبه د محرم له لسمې نيټې سره چې د عاشورا ورځ ده، برابره ده. دغه ورځ په ټوله اسلامي نړۍ کې د قرانکريم د ختمونو،خيراتونو په کولو او د امام حسېن رض روح ته په دوعاوو کولو سره لمانځل کېږي. په افغانستان کې دغه ورځ داسې مهال لمانځل کېږي، ...
Read More »د بحرېن شاهي بشري بنسټ له افغان زلزله ځپلو سره يو ميليون ډالر مرسته اعلان کړې
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ يا UNHCR خبر ورکړی، چې په کابل کې د بحرېن له سلطانتي بشري خېريه بنسټ سره يې د پکتيکا او خوست زلزله ځپلو کورنيو ته د مرستې رسولو په موخه يوه هوکړه لاسليک کړې ده. دې کميشنرۍ په خپله اعلاميه ...
Read More »ملي دفاع وزارت په غزني د بېپيلوټه الوتکې د بريد راپورونه رد کړل
د ملي دفاع وزارت وياند عنايتالله خوارزمي هغه راپورونه او اوازې رد کړې، چې په غزني کې د يوې بېپيلوټه الوتکې له لوري د تازه بريد په اړه خپاره شوي وو. نوموړي نن يکشنبه د (زمري په ۱۶مه) په خپله ټوېټر کې ليکلي، هغه راپورونه چې د غزني اندړو ولسوالۍ ...
Read More »کابل کې د پرونۍ چاودنې له امله ټولټال ۳۰تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کابل سوېل پرون شنبه د (زمري په ۱۵مه) يو بيا د چاودنې شاهده و، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ۳۰ تنو مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه چاودنه پرون ماسپښين مهال د کابل ښار اړوند په پل سوخته سيمه کې وشوه او د روغتيايي چارواکو په خبره، په ترڅ ...
Read More »قمي: افغانستان د کمال خان بند اوبه را پرېښي او سيستان ته را رسېدلي
د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي خبر ورکړی، چې د افغانستان له لوري د کمال خان بند اوبه ور پرېښوول شوي او د ايران سيستان ولايت ته رسېدلي دي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې پرون شنبه د (زمري په ۱۵مه) د کمال خان بند ...
Read More »امريکا: په افغانستان کې به مو د ترهګرۍ پر وړاندې دريځ واضيح او روښان وي
په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر جوبايډن تېره اونۍ په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري د وژلو اعلان وکړ، تازه سپينې ماڼۍ يو وار بيا ويلي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې به يې دريځ روښانه وي. د سپينې ماڼۍ وياندې کرين ...
Read More »کرزی: طالبانو د پاکستان په خوله د نجونو ښوونځي تړلي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ادعا کړې، چې پاکستان له زدهکړو او تحصيل څخه د افغان نجونو په محرومولو کې لاس لري او زياتوي چې طالبانو د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر تړلي دي. نوموړي له شپېګل جرمنۍ مجلې سره په مرکه کې، چې پرون جمعه د (زمري ...
Read More »حکومت په غزې کې د اسرائيلو هوايي بريدونه وغندل
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د فلسطين په غزې کې د اسرائيلو هغه هوايي بريدونه وغندل، چې په کې ۱۰تنه وژل شوي دي. د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې چې د دې وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپل ټوېټر کې خپره کړې، د ...
Read More »ريچارډ بنت: طالب چارواکي د افغانانو د امنيت خونديتوب مسوولان دي
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنت د کابل په سوېل کې پرونۍ چاودنه غندلې او ويلي يې دي، چې طالب چارواکي د خلکو د امنيت خونديتوب مسووليت لري. نوموړي پرون جمعه ناوخته د (زمري په ۱۴مه) په خپل توېټر ...
Read More »ملا يعقوب: د افغانستان حکومت په رسميت پېژندل د امريکا په ګټه دي
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست ملا يعقوب مجاهد وايي، چې د امريکا له لوري په افغانستان کې د اوسني سرپرست حکومت په رسميت پېژندل، په خپله د امريکا لپاره په ګټه دي. نوموړي د امريکا له NPR راډيو سره په مرکه کې چې پرون جمعه د (زمري په ۱۴مه) ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس