Home » افغانستان (page 119)

افغانستان

چين له افغانستان څخه د ځڼغوځيو او وچې ميوې صادرات زياتوي

د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د پرون سې‌شنبه د (زمري په ۱۷مه) د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یوشیایونګ په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ليدلي. ددې وزارت وياند عبدالقهار بلخي په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، ...

Read More »

سيګار: د کابل سقوط پرمهال ځينو کسانو د پيسو لېږدولو هڅه کړې، خو نه دي توانيدلي

د افغانستان پر بيا رغونه د امريکا ځانګړي څارونکي يا سيګار په يوه تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط پرمهال د پيسو د حيف و مل په اړه يې ځينو پوښتنو ته ځوابونه موندلي. دې ادارې په خپل راپو کې زياته ...

Read More »

افغان لوبډلې ايرلنډ لوبډلې ته لومړنۍ شل اووريزه لوبه وبايلله

پرون سې‌شنبه ماښام د (زمري په ۱۷مه) د افغانستان او ايرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې د شل اووريزې لوب‌لړۍ په لومړۍ لوبه کې مخامخ شوې. د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغان لوبډلې توپ وهنه وکړه او د شل اوورونو په لوبولو سره يې، د ايرلنډ سيالې لوبدلې ته د ...

Read More »

فايق: د نجونو د زده‌کړو پر مخ هيڅ فرهنګي ستونزې نشته

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق د ط.الب چارواکو د هغو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندول يې له فرهنګي حساسيتونو سره تړلي. فايق په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د نجونو د زده‌کړو ...

Read More »

“حامد کرزی په کابل کې د خپل خونديتوب په اړه اندېښمن و”

پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا له NPR راډيو سره خپله تازه مرکه کې ويلي، که څه هم په کابل کې د يوه ازاد وګړي په توګه اوسي؛ خو په لومړيو کې د خپل امنيتي خونديتوب په اړه سخت اندېښمن و. نوموړي څرګنده کړې، دا اندېښنه د طالبانو له لوري ...

Read More »

طالبان: د نجونو ښوونځي د فرهنګي حساسيتونو له امله تړل شوي

په داسې حال کې حکومت د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو دوام په اړه ولس ته قانع کوونکو او معقول ځواب نه دی ورکړی، تازه حکومتي چارواکو بيا دا موضوع له فرهنګي حساسيتونو سره تړلې ده. د پوهنې سرپرست وزير نورالله منير په خوست کې خبريالانو ته ويلي، ...

Read More »

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د ايرلېنډ له لوبډلې سره لوبه کوي

له ايرلېنډ لوبډلې سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبو مهال‌وېش له مخې، ټاکل شوې چې نن سې‌شبنه د اګسټ په ۹مه، دواړه لوبډلې د يوه او بل پر وړاندې لوبه وکړي. نننۍ لوبه د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د شل اووريزې لوب‌لړۍ چې تازه شروع کېږي، لومړۍ ...

Read More »

سرچينه: پکتيکا کې ښايي د ټي‌ټي‌پي مهم قومندان خالد خراساني وژل شوی وي

د پاکستان ايکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په افغانستان کې د يوې سرچينې له قوله راپور کړی، چې ښايي په پکتيکا کې د شوې چاودنې په ترڅ کې د تجريک طالبان پاکستان يا TTP ډلې يو مهم قومندان عمر خالد خراساني وژل شوی وي. د ورځپاڼې د راپور له مخې، د ټي‌ټي‌پي ...

Read More »

د اوبو او برېښنا وزارت: ايران ته له حق پورته څاڅکی اوبه هم نه ورکوو

د اوبو او برېښنا وزارت تائيد کړه، چې ايران ته يې د کمال خان بند اوبه ور خوشې کړي او د دې هېواد سيستان بلوچستان ته رسېدلي دي. د نوموړي وزارت سرپرست عبدالطيف منصور په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې دا کار يې د اوبو د تنظيم ...

Read More »

حکومت په کابل او ولايتونو کې د سوالګرو ټولول پيلوي

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت خبر ورکړل، چې هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ به د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د نورو ارګانونو په ملتیا په کابل کې د سوالګرو پر را ټولولو او د هغوی د مشکلاتو پر حل ژر کار پیل کړي. اقتصادي معاونیت په دې اړه نن ...

Read More »