روېټرز خبري اژانس د درېيو امريکايي چينو په حواله ويلي، پر دې سربېره چې طالبانو په کابل کې د القاعده مشر ايمن الظواهري ته پنا ورکړې وه او بيا د امريکا له لوري په نښه شو، لا هم دغه هېواد له طالبانو سره د افغانستان کنګل کړای شوې شتمنۍ د ...
Read More »جرمني: د تاشکند له لارې له ۵ زرو زيات افغانان جرمني ته لېږدول شوي
د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د جرمني سفارت وايي، په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته يې زرګونه هغه افغانان د تاشکند هوايي دهليز له لارې جرمني ته لېږدولي، چې په بېړنۍ توګه يې خونديتوب ته اړتيا درلوده. دې سفارت نن دوشنبه د (زمري په ۳۱مه) خپل ټوېټر کې ...
Read More »ملګري ملتونه: د پرمختللي افغانستان لپاره بايد د ښځو او نجونو حقونه رعايت شي
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کميشنرۍ يا UNHCR په افغانستان کې د ط.البانو له لوري پر ښځو او نجونو د محدوديتونو وضعه کېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې. دې ادارې نن دوشنبه د (زمري په ۳۱مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ښځو او نجونو پر تګ راتګ ...
Read More »ملګري ملتونه نن د طالب چارواکو د سفر معافيت په اړه پرېکړه کوي
ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (زمري په ۳۱مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا بهر ته د طالب چارواکو د سفر پايته رسيدلي معافيت په اړه پرېکړه وکړي. په نننۍ پرېکړه کې ښايي د طالب چارواکو د سفر معافيت تمديد او يا هم محدود شي. د دې پرېکړه په اړه ...
Read More »عبدالله له ملګرو ملتونو؛ له سيلاب ځپلو سره د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې
ډاکټر عبدالله عبدالله نن يکشنبه د (زمري په ۳۰مه) په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه دفتر يا يوناما له سرپرست مارکوس پوټزيل سره ليدلي. په دې ليدنه کې د افغانستان پر اوسني وضعيت او دغه راز له افغانستان سره په راتلونکي کې پر لا زياتو همکاريو بحث او ...
Read More »خوړو نړيوال پروګرام؛ سږکال له ۲۱ ميليونه افغانانو سره خوراکي مرستې کړي
د خوړو نړيوالو پروګرام يا WFP وايي، چې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې يې له ميليونونه هغو افغانانو سره د خوراکي توکو مرستې کړي، چې د خوړو له ناخونديتوب سره مخ دي. د ياد بنسټ د افغانستان برخې تازه نن يکشنبه د (زمري په ۳۰مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، ...
Read More »سيلابونو په لوګر کې خلکو ته زيات مالي او ځاني زيانونه اړولي
د هېواد په شمال، شمال ختيځو او سوېل لوېديځو ولايتونو کې د درنو اورښتونو له امله سيلابونه راوتلي او خلکو ته يې د پراخو مالي زيانونو ترڅنګ ځاني زيانونه هم اړولي دي. د لوګر خوښۍ ولسوالي يو له هغو سيمو ده، چې سيلابونو په کې د خلکو د استوګنې سلګونه ...
Read More »طالبانو د ملګرو ملتونو له امنيت شورا د سفر معافيت د تمديد غوښتنه کړې
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت چارواکو د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په خطاب کې ويلي، چې د سرپرست حکومت پر چارواکو له لګول شوو بنديزونو بايد د فشار وسيله په توګه استفاده ونه شي. د دې وزارت وياند عبدالقهار بلخي پرون شنبه د (زمري په ۲۹مه) خپل ټوېټر کې ...
Read More »سرچينه: کابل کې امريکايي فلم جوړوونکی او د هغه ژباړن نيول شوي
امريکا غږ په کابل کې د حکومتي سرچينې په حواله ويلي، چې د ايوار شييررا په نوم يو امريکا فلم جوړوونکی او د هغه افغان ژباړن فېضالله فېض د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي. امريکا غږ په دې اړه خپل راپور کې ويلي، چې دا کسان د تېرې ...
Read More »روسيه: امريکا له افغانستان سره په سرحدي سيمو کې د پوځي اډې جوړولو هڅه کوي
روسي چارواکو خبر ورکړی، چې امريکا د وضعيت څارنې او دغه راز له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په دې هڅه کې دی څو افغانستان ته نږدې پوځي اډه جوړه کړي. دغه څرګندونې د روسيې د ولسمشر ملي امنيت سلاکار نيکولای پاتريشوف په تاشکند کې د شانګهای همکاريو سازمان ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس