Home » سیمه او نړی (page 66)

سیمه او نړی

سوډان کې د ۷۲ ساعتونو لپاره د اوربند هوکړه شوې ده

په سوډان کې د جګړې دواړو لورو له لس ورځنیو خونړیو شخړو وروسته په ۷۲ ساعته اوربند هوکړه کړې ده. نړیوالو اژانسونو ویلي چې دغه اوربند د امریکا او سعودي عربستان په منځګړیتوب تر دوه ورځنیو سختو بحثونو وروسته له تېرې نیمې شپې راهیسې نافذ شوی دی. فرانس پرېس اژانس ...

Read More »

سوات کې د پولیسو پر مرکز چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې ده

د خیبر پښتونخوا ایالت د سوات ښار د پولیسو په یوه مرکز کې د چاودنو له امله لسګو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا چاودنې پرون تر ماښام وروسته د سوات د کبل په سیمه کې د ترهګرۍ ضد د ځانګړو پولیسو په مرکز کې شوې دي. پاکستاني پولیسو ...

Read More »

بېلابېلو هېوادونو د سوډان له پلازمېنې د خپلو اتباعو ايستلو ته دوام ورکړی

په داسې حال کې چې پرون (یکشنبې) په سوډان کې جګړه په پلازمېنې خرطوم کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په شمول د حساسو دولتي ودانیو شاوخوا ته وغځېده، بېلابېلو هېوادونو له خرطوم څخه د خپلو اتباعو ایستلو ته دوام ورکړ. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د مهمو ...

Read More »

عمران خان: که چارسمبالی حکومت اعلان شي، خبرو ته چمتو دی

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که حکومت ځينو شرطونو ته غاړه کیږدي، دی په ځنډ د ټاکنو تر سره کولو غوښتنه منلی شي. نوموړي ویلي چې که حکومت سر له بلې میاشتې ملي اسمبلي منحل کړي، ...

Read More »

ډنمارک او هالنډ اوکراين ته ټانکونه ورکوي

ډنمارک او هالنډ به په ګډه لیوپرډ 2 ډول ۱۴ ټانکونه اوکراین ته ورکړي. دواړو هېوادونو نن په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دغه ټانکونه له دریم لاس تر پېرلو او ترمیم وروسته د ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې اوکراین ته سپارل کېږي. سږ فبرورۍ کې، ډنمارک، جرمني ...

Read More »

سوډان کې د واک پر سر جګړه؛ خلک د سر خوندي کولو په لټه کې دي

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د پنځو پرلپسې ورځو د جګړو په دوام، ځایي خلک د سر خوندي کولو په هڅه کې دي. دا مهال جګړه د پلازمینې په مرکزي سیمو کې روانه ده، چې ګڼ خلک په کې اوسېږي. هلته د یوې درنې چاودنې وروسته د خلکو وېره لا ...

Read More »

یمن کې د مرستو وېشلو پر مهال ټېل ماټېل کې لسګونه کسان مړه شوي

د یمن په پلازمېنې صنعا کې د مرستو د وېش پر مهال ټېل ماټېل کې لږ تر لږه ۷۹ کسان مړه شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي. د جرمني ډي.پي.اې اژانس ویلي چې پېښه پرون چهارشنبه د روژه ماتي پر مهال شوې. دغه اژانس د اوښتې مرګ‌ژوبلې معلومات په ...

Read More »

د تونس ولسمشر: له سوریې سره د اړیکو بیا رغولو لپاره کلک هوډ لرم

د تونس ولسمشر قيس سيد د دې هېواد په پلازمېنې تونس کې د سوريې د بهرنيو چارو وزیر فيصل مکداد سره په کتنه کې ویلي، چې تونس په کلک هوډ غواړي له سوريې سره د ورورګلوۍ او همکارۍ اړیکې بېرته عادي کړي او په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخيزو ...

Read More »

په مالتا سمندر کې ۶۰ تنه ناقانونه کډوال ژغورل شوي

د مالتا خبري رسنيو خبر ورکړ، چې شاو خوا ۶۰ ناقانونه کډوال چې د مالتا په سمندرګي کې له خطر سره مخ وو، ژغورل شوي او د دغه هېواد جنوبي بندر مارساکسلوک ته انتقال شوي دي. د راپور له مخې، د دغو ناقانونه کډوالو دوه وړونکې بېړۍ له ناڅاپي پېښې ...

Read More »

هسپانيا کې د نشه‌يي توکو يوه ډله له منځه وړل شوې

د هسپانیا پولیسو د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې د مخدره موادو یوه ډله له‌منځه وړې ده. ویل شوي، دغې ډلې په غیرقانوني ډول نورو اروپايي هېوادونو ته کوکاین او چرس عرضه کول. پولیسو پرون سه‌شنبه ویلي، ۷ ټنه نشه‌يي مواد ضبط شوي او په څو عملیاتو کې ۵۰ ...

Read More »