Home » افغانستان (page 335)

افغانستان

ننګرهار کې د ماین چاودنې درې ملکیان وژلي

رویداد خبري آژانس

په ننګرهار ولایت کې د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله درې ملکیان وژل شوي او یو بل ټپي دی. د راپورونو له مخې پېښه د پچیراګام په درګي سیمه کې شوې ده. په وژل شوو کې یو پلار او زوی هم شامل دي. تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت ...

Read More »

کورنیو چارو وزارت: پولیسو ۵ کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیولي

رویداد خبري آژانس

کورنیو چارو وزارت وایي، د هیواد په څو ولایتونو کې یې پنځه کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي. د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کندز، کندهار، ننګرهار او پنجشېر ولایتونو په اړوند سیمو ...

Read More »

د هلمند کجکې بند اوبو کې اته کسان ډوب شوي

رویداد خبري آژانس

د هلمند ولایت کجکې بند اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۸ کسان مړه شوي دي. د هلمند ولایتي چارواکې وايي په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان شامل دي. دغه راز برښنا شرکت وایي، اوس مهال یې د جسدونو د موندلو په موخه د بند اوبه او ...

Read More »

د سولې وزارت: بین الافغاني مذاکرات به ډېر ژر پيل شي

رویداد خبري آژانس

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره زمینه برابره شوې او ډېر ژر به دغه خبرې پیل شي. د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، تر بل هر وخت د سولې لپاره نیږدې شوي او په نېږدې راتلونکې کې به د ...

Read More »

افغان ځواکونو د طالبانو د سرې قطعې ۲۲ غړي وژلي

رویداد خبري آژانس

افغان ځواکونو د طالبانو د سرې قطعې ۲۲ غړي وژلي دي د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د پنځو پاکستاني وسله والو په ګډون د طالبانو د سرې قطعې ۲۲ غړي وژل شوي دي. د دفاع ...

Read More »

برتانیه:افغانستان له طالبانو سره د روغې جوړې له لارې د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره تاریخي فرصت لري

رویداد خبري آژانس

بریتانیه وايي، افغانستان له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې له لارې د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره تاریخي فرصت لري. په کابل کې د یاد هیواد له سفارت څخه نن سې شنبه سپټمبر ۱(وږې۱۱) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد فرصت ته د ...

Read More »

وسله والوطالبانو پکتیا کې د عامه ساتنې او د قطارونو ساتنې پر کنډک موټر بم برید کړی

رویداد خبري آژانس

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د عامه ساتنې او د قطارونو ساتنې پر کنډک موټربم بريد شوی او وروسته دوه نور ځانمرګي بريد کوونکي دغه مرکز ته ننوتلي دي. د پکتيا والي محمد حليم فدايي وايي چې دغه بريد نن سه شنبه سپټمبر ۱(وږې ۱۱)د سهار ۵:۳۰ دقیقې د ...

Read More »

د طالبانو د پاتې بندیانو له ډلې ۷۰ تنه خوشې شول

رویداد خبري آژانس

د افغان حکومت په زندانونو کې د پنځه زره طالب بندیانو له ډلې د پاتې ۳۲۰ بندیانو د خوشې کولو لړۍ پرون ماښام بیا پیل شوه. د ملي امنیت شورا مسوولین وایي، دوی همدا پرون ماښام شاوخوا ۷۰ بندیان د هېواد له مختلفو زندانونو څخه خوشې کړي دي. د دغو ...

Read More »

۱۰وزارتونو ته د عبدالله عبدالله وزیران معرفي شول

رویداد خبري آژانس

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د ګډ حکومت جوړولو هوکړې له مخې، ولسمشرۍ ماڼۍ د جلا فرمانونو له لارې د کابینې د پاتې وزارتونو لپاره لس تنه نوماند او سرپرست وزیران اعلان کړي دي. د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې ...

Read More »

ضیاءالحق امرخیل؛پنځه کلن اسناد لرونکو موټرو ته یې د فعالیت اجازه ورکړه

رویداد خبري آژانس

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي، هغه پنځه کلن اسناد لرونکي موټر چې تېره ورځ په دغه ولایت کې نیول شوي، نن به خوشې شي. ښاغلي امر خېل ویلي، که څه هم د پنځه کلن اسناد لرونکو موټرو فعالیت د قانون خلاف او امنیتي تهدید دی، خو زیاتوي چې دا ...

Read More »