د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا وايي، ډاکټر عبدالله عبدالله د یادې شورا د رهبرۍ د غړو ټاکلو لپاره د هیواد د سیاسي او جهادي شخصیتونو سره لیدنې پيل کړي دي. د پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن یکشنبه سپټمبر ۶ (وږې ۱۶) یوې رسنۍ ته په لېږلي ...
Read More »د بین الافغاني خبرو لپاره طالبانو خپل مذاکراتي پلاوی اعلان کړ
د سولې خبرو لپاره وسله والو طالبانو پرون ماښام خپل مذاکراتي پلاوی اعلان کړل. د طالبانو پلاوی یو ویشت غړي لري چې مشري به یې مولوي عبدالحکیم کوي.شیر محمد عباس ستانکزی د دغه پلاوي مرستیال او محمد نعیم وردګ د سیاسي دفتر ویاند په توګه غوره شوی. بل لور ته ...
Read More »هند او ایران:د افغان سولې برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو همکاري اړینه ده
راپورونه وایي چې د هند د دفاع وزیر رنجیت سینګ له خپل ایراني سیال امیر حاتمي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو موضوعاتو سربیره پر افغان سوله او ثبات هم خبرې اترې کړې دي. د هند د دفاع وزارت له لوري خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې ...
Read More »سیمهییز چارواکي:غزني کې یو سرتېري له ډېرې تندې ساه ورکړې
د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وایي چې غزني ولایت کې یو سرتېري له ډېرې تندې ساه ورکړې ده. د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني ویلي چې د غزني ولایت اړوند ارزو سیمه کې یو سرتېري د تندې له امله ساه ورکړې ده. هغه ویلي چې په یاده ...
Read More »اسدالله خالد:د سولې هڅو سره سره د جګړې ډګر لا تود شوی
دافغانستان دملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، په داسې حال کې چې د دولت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتوالی نیسي او د سولې هڅې ګړندۍ شوې دي خو نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم شوی نه دی بلکې لا یې شدت موندلی دی. اسدالله خالد ...
Read More »عبدالله عبدالله:دایمي اوربند به د بین الافغاني خبرو د اجنډا په سر کې وي
د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله له العربیه ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د سولې خبرو پيلېدو پر وړاندې وروستی خنډ چې د بندیانو خلاصون وو لرې شوی دی. عبدالله وايي د بین الافغاني مذاکراتو مهم ټکی به اوربند وي. نوموړی وايي، ممکن بین الافغاني ...
Read More »ولسمشر:اسدالله خالد د شهید اوونۍ درناوي مراسمو لپاره د لس کسیز کمېسیون مشر ټاکلی
ولسمشر محمد اشرف غني د شهید اوونۍ د درناوي مراسمو او امنیت نیولو لپاره د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد په مشرۍ لس کسیز کمېسیون ټاکلی. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یو فرمان پراساس د شهید اونۍ، د هیواد د ملي ...
Read More »د استادانواتحادیه:ولسمشرغني دې ښوونیز ادارت نه سیاسي کوي
د استادانو سراسري اتحادیې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ولسمشر څخه غوښتنه کړې ده چې په سیاسي تعاملاتو کې ښوونیزې او تحصیلي ادارې زیانمنې نه کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر باید لوړو زده کړو وزارت ته متخصص، صادق، لایق، وطن دوست او داسې کس معرفي کړي ...
Read More »د وسله والو طالبانو مرکچي پلاوی قطر ته ورسېد
له افغان حکومت سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د طالبانو مرکچي پلاوي لپاره ټاکل شوي کسان قطر ته ورسېدل. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د طالبانو مذاکراتي ټیم د ملابرادر په مشرۍ له پاکستان قطر ته ...
Read More »روغتیا وزارت:هېواد کې د کرونا ۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
دافغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۳۲۴ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په وینا، په ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس