Home » افغانستان (page 317)

افغانستان

روغتیا وزارت:افغانستان کې د کرونا ۶۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۶۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۵۴۸ ته رسېدلی دی. د روغتیا وزارت په ...

Read More »

کورنیو چارو وزارت د خاطرې په نوم د غزني یوې پولیسېته په کابل کې کور ورکړ

رویداد خبري آژانس

 کورنیو چارو وزیر د خاطرې په نوم د غزني یوې پولیسې ته چې پلار یې طالب وسله‌وال دی، په کابل کې اپارتمان ورکړ. د کورنیو چارو وزارت د ښځو او ماشومانو د بشري حقونو چارو رئیسه مروه امیني وایي، د خاطرې پلار طالب دی او هغه یې په دې جرم ...

Read More »

کابل کې ۱۰ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي. د یاد وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، یاد کسان د کابل ...

Read More »

د افغانستان د یوشمېر رسنیو مشرانو د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره ولیدل

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د يو شمېر رسنيو مشرانو په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر له غړو سره ليدلي او په افغانستان کې يې د رسنيو او بيان ازادۍ په تړاو خبرې کړې دي. په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم پر خپل ټوېټر ليکلي، ...

Read More »

کندهار کې د دوو موټربم بریدونو مخنیوی شوی

رویداد خبري آژانس

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د دوو موټربم بریدونو مخنیوی شوی. د کندهار پولیس وايي، تېره ورځ طالبانو په دوو هاموې ټانګونو کې چاودېدونکي توکي او په زیاته کچه باروت ځای پر ځای کړي وو چې غوښتل یې د ملي پولیسو پر مرکزونو لوی موټربم بریدونه وکړي. د کندهار ...

Read More »

نن د اکټوبر اوومه پر افغانستان د امریکایانو د برید ۱۹مه کلیزه ده

رویداد خبري آژانس

نن د اکټوبر اوومه پر افغانستان د امریکایانو د برید ۱۹مه کلیزه ده. له دې سره په افغانستان کې د امریکا جګړه شلم کال ته د ننه شوه. امریکایانو پوره ۱۹ کاله وړاندې د اکټوبر په اوومه نېټه پر افغانستان په دې نامه برید وکړ چې ګواکي دلته د ترهګرو ...

Read More »

ولسمشر:د قطر هوکړه د امریکا او طالبانو ده،موږ پکې دخیل نه یو

رویداد خبري آژانس

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون سې شنبې د اکټوبر۶ (تلې۱۵) په دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال وویل چې افغان حکومت اوربند او سولې ته ژمن دی او طالبان دې هم له اوربند ډار نه لري بلکې له افغان حکومت ...

Read More »

په وروستیو دوه ورځو کې ۲۷۵ طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي ۱۵۰ طالب وسله وال په سرپل ولایت کې د سولې په پروسې سره یوځای شوي دي. دفاع وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ۱۵۰ تنه طالبان پرون دوشنبې د د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې له ۱۵ سرګروپانو او ۱۵۰ میله ...

Read More »

حنیف اتمر:طالبان باید اوربند ته چې د افغانانو غوښتنه ده غاړه کېږدي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر نن سې شنبه د اکټوبر ۶ (تلې۱۵) په دوحه کې یوې خبري ناستې ته ویلي، طالبان باید اوربند ته چې د افغانانو غوښتنه ده غاړه کېږدي. اتمر زیاته کړې، طالبانو د خبرو په پیل سره د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې وه ...

Read More »

عبدالله عبدالله نوي ډهلي ته ورسېد

رویداد خبري آژانس

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د هند پلازمېنه نوي ډهلي ته ورس‌ېد. د رسنیو د راپورونو له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله به په دې سفر کې د هند له لوړپوړو چارواکو سره پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کوي. د ملي مصالحې عالي شورا دفتر ...

Read More »