نن د (مرغومې ۷)د ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټرعبدالله عبدالله نن په په ارګ کې د ملي روغې جوړې شورا د دویمې ناستې او د سولې په اړوند خبرې کړي دي. دغه ...
Read More »صالح:د افغانستان په معاصر تاریخ کې لومړی ځل دی چې افغانان خپلو ستونزو ته حل لار لټوي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، هیڅ څوک په یوازې سره په افغانستان کې چارې مخته نشي وړلای. نوموړي نن شنبه ډسمبر۲۶(مرغومې۶) په سپېدار ماڼۍ کې د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبرۍ په دوهمه غونډه کې وویل چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې لومړی ځل دی چې ...
Read More »افغانستان کې ۸۳ کسان په کووید۱۹ اخته شوي
روغتیا وزارت:هېواد کې د کرونا ۸۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۸۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۱ زره او ...
Read More »دفاع وزارت:هلمند کې د القاعده شبکې څلور غړي وژل شوي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې په هلمند ولایت د افغان هوایي ځواکونو په بریدونو کې د القاعده شبکې څلور غړي وژل شوې دي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت نن شنبه د دسمبر۲۶ ( مرغومي۶) د یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ طالبانو ...
Read More »بشري حقونو: روان کال په ختیځ زون کې ۱۰۵۴ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په ختیځ زون کې د بشري حقونو کمېسیون وايي، یوازې تر دا مهاله په ختیځ زون کې د جګړو له امله ۱۰۵۴ تنه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. یاد کمېسیون د ملکي تلفاتو د کچې لوړېدو په اړه اندېښنه ښيي او د جګړې له دواړو خواوو غوښتنه کوي، ...
Read More »افغان حکومت: د افغانستان ۹۵سلنه دولتي مامورین بایومټریک شوي
د جمهوري ریاست مرستیاله ویانده فاطمه مورچل پرون رسنیو ته ویلي چې د دولتي ادارو مامورین ۹۵ سلنه بایومټریک شوي دي. فاطمه مورچل زیاته کړه چې د بایومټریک ترڅنګ دولت هڅه کوي د روان کال تر پایه د دولت کار کوونکو معاشونه د الکټرونیکي سیسټم له لارې ورکړي. مورچل دغه ...
Read More »سرور دانش: طالبان د امتیاز اخیستلو لپاره هدفي وژنې کوي
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي چې طالبان په دې وروستیو کې هدفي بریدونه د سولې مذاکراتو پر میز د ډېر امتیاز اخیستلو لپاره کوي. سرور دانش تیره ورځ په یوه کنفرانس کې وویل چې د هېواد دښمنان د ډموکراسۍ زړه، د بیان ازادي، د قانون حاکمیت، انتخابات او ...
Read More »خلیلزاد: هدفي وژنې دې ودرول شي، د سولې بهیر ګواښي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي په افغانستان کې هدفي وژنې دېرې شوې او باید ودرول شي، نوموړي وویل دغه ډول حالات د سولې بهر ګواښي. زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر کې په افغانستان کې وروستي هدفي بریدونو په غندلو سره لیکلي پر خبریالانو، د څرخي پله ...
Read More »امنیتي چارواکي: هلمند کې ۴۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان ملي دفاع وزارت نن ( د مرغومې ۵ مه ) په یوه اعلامیه کې ویلي چې تېره ورځ طالبانو د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ خسرآباد، سرخدوز او خلجي اړوند سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي و. په اعلامیه کې راغلي چې ...
Read More »د ښځو حقونو فعاله فرشته کوهستاني په یوه وسلوال برید کې ووژل شوه.
د کورنیو چارو وزارت وايي وسلوالو د کاپیسا ولایت مدني فعاله او د ښځو حقونو فعاله فرشته کوهستاني ووژله. د یاد وزارت ویاند طارق ارین وویل فرشته د کاپیسا کوهستان ولسوالۍ په عزت خیلو کلي کې د موټر سایکل سپرو له خوا په ډزو سره وژل شوې. ارین زیاتوي په ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس