د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، که چیري د بې اسنادو موټرو مالکان خپلو موټرو ته اسناد جوړ نه کړي، موټر یې نیول کیږي. امرالله صالح نن یکشنبه د اکټوبر۱۸ (تلې۲۷) پر خپل فېس بوک پاڼه لیکلي چې بې اسناده موټر د مجرمینو په پيژندلو کې ...
Read More »دغور موټر بم چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او شاوخوا۱۰۰ نور ټپیان شوي
دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د غور په مرکز فېروزکوه کې موټربم چاودنې ۱۲ ملکي وګړي وژلي او ۱۰۰ نور يې ټپيان کړي دي. د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارين پر خپل ټوېټر ليکلي، دغه پېښه نن یکشنبه د اکټوبر ۱۸ (تلې ۲۷) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ ...
Read More »عبدالله عبدالله ایران ته لاړ
د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن سهار د سيمهييزې اجماع د پياوړي کولو په هدف د ايران په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې تهران ته لاړ. ټاکل شوې عبدالله د دې سفر په جريان کې د ايران له ولسمشر، د بهرنيو چارو وزير، د اسلامي مجلس ...
Read More »بشري حقونو کمېسیون: افغان حکومت دې له جرمي ډلو سره جدي قانوني چلن وکړي
د افغنستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ژوند حق، له جسمي، روحي او رواني پلوه د هېوادوالو امنیت د بشر بنسټیز حقونه دي او حکومتونه د نړیوالو ژمنلیکونو پر بنسټ مسوول دي چې د خپلو هېوادوالو د امنيت ټينګولو لپاره، له ...
Read More »روغتیا وزارت:افغانستان کې د کرونا ویروس ۵۳نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۸۲ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۵۳ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره ...
Read More »بغلان کې د طالبانو استخباراتي مسوول په ګډون څلور تنه نیول شوي
بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو استخباراتي مسوول نیول شوی. دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو استخباراتي مسوول قاري صلاح الدین یې نیولی دی. صلاح الدین د بغلان مرکزي ولسوالۍ په شهرکهنه سیمه کې له ملي پولیسو سره تر لنډې ...
Read More »هلمند چارواکي: په جګړه کې ۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي
د هلمند والي وايي لښکرګاه ښار ته نېژدې د نهو ورځو راپدیخوا د پیل شوې جګړې له امله تر دې دمه ۳۰۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د هلمند والي جنرال یاسین خان په سیمه کې خبریالانو ته ویلي د هلمند په جګړه کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي. ...
Read More »د کابل امنیت د څو اوونیو لپاره امرالله صالح ته وسپارل شو
په کابل ښار کې د جنایي جرمونو له ډېرېدو وروسته ولسمشرغني د کابل امنیتي مسئولیت د څو اوونیو لپاره خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپاره. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تېره شپه ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و، د ولسمشر د هدایت له مخې به سر له ...
Read More »لا هم په هلمند کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده
هلمند کې د یوې اوونۍ په تېرېدو سره لا هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې اور نه دی سوړ شوی. د راپورونو له مخې افغان ځواکونه هڅه کوي د مرکز لښکرګاه پر ۶۰۱ لویه لاره د وسلوالو طالبانو ولکه ختمه او دغه لار پرانیزي. د ناوې او نادعلي ...
Read More »له اوږد ځنډ وروسته د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پوله بیا پرانېستل شوه
د بلخ ځايي چارواکي وايي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پوله بیا پرانېستل شوه. دغه پوله څو میاشتې وړاندې د کرونا وبا له امله تړل شوې وه. د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وايي، چې دمګړۍ هغه کسان پر دغه لاره تګ راتګ کولی شي چې د افغانستان ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس