Home » افغانستان (page 304)

افغانستان

بادغیس کې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي

د افغانستان امنیتي چارواکي نن چهار شنبه (۲۱ د لړم) خبر ورکړ چې دوي په بادغیس ولایت کې ۲۳ طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وویل چې د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍ په (کته ګیر) او (آب بخش) سیمو کې وسلوالو طالبانو غوښتل چې ...

Read More »

ننګرهار کې ۲ داعش او ۱۴ طالبان نیول شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي نن چهارشنبه (د لړم ۲۱) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ملي امنیت ځواکونو په تیره اونۍ کې ۲۰ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي دي. د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبیې کاکړ چې یاد کسان يي رسنیو ته ورښودل وویل د ملي امنیت ...

Read More »

افغان ځانګړو ځواکونو فراه کې د هند نیمه وچې لپاره د القاعده شبکې دریم مشر وژلی

رویداد خبري آژانس

د ملي امنیت عمومي ریاست په فراه کې د هند نیمه وچې لپاره د القاعده شبکې د دریم مشر د وژل کېولو خبر ورکړ. د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست پرون سې شنبه (لړم ۲۰مه) رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې محمد حنیف مشهور په عبدالله د ...

Read More »

ننګرهار کې د هوايي ځواک یوه چورلکه نسکوره شوې

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي نن چهار شنبه ( ۲۱ د لړم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د هوايي ځواک یو هلیکوپتر الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې ده. د یاد وزارت ویاند روح الله احمدزی پیښه تاییدوي او په یوه ...

Read More »

هلمند کې ۱۳طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

رویداد خبري آژانس

د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې ۱۳ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي افغان امنیتي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ ددغه ولایت ناوه ولسوالۍ په ژړ سیمه کې د طالب وسله والو دیوه قومندان ملارفیع الله په ګډون ۱۰ وسله وال ...

Read More »

دانش: ازاد شوي ډیری طالب بندیان بېرته د جګړو ډګر ته ګرځېدلي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هېواد کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو او د نوموړي په وینا د سولې پروسې سره د طالبانو پر نه همکارۍ د نیوکو ترڅنګ ویلي د دې ډلې ډېر خوشې شوي بندیان د خپلو ژمنو خلاف بېرته جګړو ته ګرځېدلي دي. سرور دانش ...

Read More »

تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۶۶ کسان په کرونا وېروس اخته شوي دي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۱۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره او ۴۶۳ ته رسېدلی دی. د روغتیا وزارت په وینا، ...

Read More »

صالح؛خوشال سادات د پاکستاني ویزو د وېش بهیر د تنظیم لپاره د مسوول په توګه ټاکلی دی

رویداد خبري آژانس

د ولسمشر لومړي مرستیال د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې د تصدۍ رییس جنرال خوشال سادات د پاکستاني ویزو د ویش بهیر د تنظیم لپاره د مسوول په توګه ټاکلی دی. امرالله صالح په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې خوشال سادات به د پاکستان د ویزو د ...

Read More »

په فاریاب کې موټر بم چاودنه شوې

د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ کې موټر بم چاودنه ۴ سرتیري وژلي دي. د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي چې یاد موټر بم د المار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته څیرمه شوې چې ۴ امنیتي کسان يي وژلي دي. چارواکي وايي چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د موټر ...

Read More »

وسله والو طالبانو غزني کې ۶۰۰ متره سړک ویجاړ کړی

رویداد خبري آژانس

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي، وسله‌والو طالبانو دوه ورځې وړاندې د غزني پکتیکا لویې لارې ۶۰۰ متره سړک د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې له منځه وړی دی. د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې وسله‌والو طالبانو دوې ورځې وړاندې د ...

Read More »