امرالله صالح وايي، امنیتي ځواکونو د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ قومي مشر او متقاعد ډګروال عبدالولي طوفان قاتل تېره ورځ د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیولی دی. د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د ډګروال عبدالولي طوفان قاتل یې نیولی دی، ...
Read More »بشري حقونه: بین الافغاني خبرو کې لومړی ګام بايد د تاوتريخوالي ختمول او پر اوربند هوکړه وي
د بشري حقونو کمېسیون وايي،د سولې مذاکراتي ټیمونه دې د خپلو خبرو او پرېکړو بنسټ اساسي قانون، د بشري حقونو نړيواله خبرپاڼه او نړیوال تړونونه وټاکي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن چهارشنبه ډسمبر نهمه(لېندۍ۱۹) د «بشري حقونو نړیواله ورځ او د جګړې د قربانیانو د یاد ملي ...
Read More »عبدالله عبدالله جوماتونو ته له لومړي تر درېیم ټولګیو پورې لېږد طرحه ناسمه پرېکړه بولي
دافغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله جوماتونو ته له لومړۍ تر درېیم ټولګیو پورې لېږد طرحه کاملآ ناسمه بولي. عبدالله عبدالله چې نن سې شنبې د ډیسمبر اتمه ( لیندۍ ۱۸) د افغان سولې بهیر په تړاو یوې غونډه کې خبرې کولې وویل چې د ...
Read More »پکتیا کې امنیتي ځواکونو دوه د ځانمرګي واسکټونه او د وسلو یو زیرمتون کشف کړي
نن سه شنبه ( ۱۸ ليندۍ) د پکتیا ولایت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ملي امنیت په یوه عملیاتو کې د وسلوالو یو لوی زیرمتون چې پکې وسلې او مهمات وو، کشف کړي دي. چارواکو په اعلامیه کې ویلي دغه لوی زیرمتون چې د میرزکي په ...
Read More »افغانستان کې ۲۳۰ کسان تازه په کرونا وېروس اخته شوي
د روغتیا وزارت وايي په هېواد کې د کرونا وبا ۲۳۰ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې. دافغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي،چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا ۱۶۵۴مشکوکو سمپلونو معاینا تو شوي چې په خبره یې ۲۳۰ یې مثبت او پاتې منفي وو. یاد وزارت وايي چې ...
Read More »دفاع وزارت ادعا کوي چې په ارزګان کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده
د افغانستان ملي دفاع وزارت نن (۱۳۹۹ د لیندۍ ۱۸ مه) یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې تیره ورځ طالبانو د ارزګان ولایت په دهراود او ګیزاب ولسوالیو کې پر امنيتي ځواکونو د برید پلان درلود. اعلامیه زیاتوي د وسلوالو طالبانو د پلان په شنډولو سره دوی ...
Read More »افغان حکومت: د نورو طالب بندیانو خوشې کول د سولې بهیر بریا ته نشي رسولای
د افغانستان ملي امنیت شورا چارواکي وايي د نورو طالب بندیانو خوشي کیدل د سولې پروسه بریا ته نه شي رسولای. د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي ۵۵۰۰ طالب بندیان چې خوشې شول، د سولې له پروسې سره کومه مرسته ونه کړه، نوموړی زیاتوي د طالبانو ۷۰۰۰ ...
Read More »یوناما:افغان میرمنې عدالت ته لاسرسی نه لري
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر پخپل یو تازه راپور کې ویلي چې افغان میرمنې او نجونې عدالت ته د لاسرسی نه لري او په وینا یې په دې برخه کې پاتې راغلي دي. د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما پرون دوشنبې د ډسمبر اوومه (لېندۍ ۱۷) ...
Read More »د سالنګونو لار به تر چهار شنبې د لویو ګاډو پر مخ تړلې وي
روانه اوونۍ ښایې تر پایه به د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې بارانونه او ورښت وي، په همدې حال کې د هېواد د ټرانسپورټ وزارت وايي د سالنګونو لار به تر چهارشنبې ورځې پورې د غټو ګاډو او ټیلرو پر مخ تړلي وي. د یاد وزارت د ...
Read More »ننګرهار کې د کرونا وبا ۴۳ مثبتي پېښې ثبت شوې دي
د ننګرهار ولایت د سیمه ییز روغتون چارواکي وايي، تېرې يوې مياشتې راپه دېخوا د دغه ولايت په سيمه ييز روغتون کې د کرونا ويروس ۱۰۵۴ پيښې ټېست شوي دي، چې له امله یې ۴۷۰ مثبتې او ۵۸۱ منفي دي. د ننګرهار عامي روغتيا رياست وياند ظاهر عادل رويداد خبري ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس