روغتیا وزارت:هېواد کې د کرونا ۱۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۳۲۷ ...
Read More »امرالله صالح: د ښځو پر حقونو او تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو به هیڅکله معامله ونه شي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې د سولې بهیر ډېر مهم دي خو په وینا یې د افغانستان پر جمهوریت، بیرغ، د شهیدانو پر وینو، د ښځو پر حقونو او تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو به هیڅکله هیڅ ډول معامله ونه شي. ښاغلي صالح نن پنجشنبه د جنورۍ ...
Read More »کابل ښار کې د یوه خونړي برید مخه ونیول شوه
د کابل پولیس وایي، ترهګرو تېر ماښام د کابل ـ ننګرهار پر لویه لاره ۱۹مې ناحیې اړوند پکیتا کوټ سیمه کې څه اندازه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو چې پولیسو یې مخه نیولې ده. اعلامیه زیاتوي:” د کابل ــ جلال آباد په لويه لار ۱۹ مه ناحیه اړوند ...
Read More »لویې څارنوالۍ؛ په روان کال کې د ادارې فساد ۱۸۰۳ قضیو ته رسیدګي کړې
د افغانستان لویه څارنوالي وایي، یادې ادارې په روان ۱۳۹۹ کال کې د اداري فساد ۱۸۰۳ قضیو ته رسیدګي کړې ده. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن چهارشنبه جنورۍ ۶ (مرغومې ۱۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د اداري فساد دغه قضیې د ملکي او نظامي سټکور ...
Read More »هېواد کې تازه ۱۰۲ کسان په کرونا وېروس اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۱۰۲ کسان په کرونا وېروس اخته شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۲۰۷ ته رسېدلی دی. د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې ...
Read More »اروپایي ټولنې له طالب وسله والو د اوربند غوښتنه کړې
اورپایي ټولنه وایي، په افغانستان کې روان تاوریخوالی د اندېښنې وړ دی، که طالبان په ریښتیا سوله غواړي اوربند دې وکړي. په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د استازي مرستیال ارناوت پاولس له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو له پیل راهیسې په افغانستان کې ...
Read More »ولسي جرګه: مذاکراتي ټیمونه دې ژر تر ژره اوربند ته لار هواره کړي
د افغانستان ولسي جرګې غړي وایي د طالبانو او افغان حکومت مرکچي پلاوي ترمنځ باید مذاکرات چټک شي. د ولسي جرګې غړو د نن چهارشنبه د جنورۍ ۶ ( مرغومي ۱۷) د غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د ...
Read More »د لوګر د پوځي اډې څخه ټول امریکايي ځواکونه وتلي
د لوګر له پوځي اډې څخه پدې وروستیو کې ټول امريکايي ځواکونه وتلي دي. په دغه نظامي اډه کې شاوخوا ۳۰۰ امريکايي ځواکونه مېشت وو. په داسې حال کې چې د امريکا – طالبانو ترمنځ له تړون وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېر کمولو لړۍ پيل شوې، ...
Read More »ملګرو ملتونو د بین الافغاني خبرو د بیا پیل هرکلي کړی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د بیا پیل هرکلی کړی دی. ملګرو ملتونو پرون سې شنبې په ورځ جنورۍ ۵ ( مرغومي۱۷) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا ځل خبرې باید په افغانستان ...
Read More »دانش: اساسي قانون د افغانانو د اسلامي هویت هنداره ده
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي چې اساسي قانون د افغانانو د اسلامي هویت هنداره ده او د طالبانو دا ادعا چې ګوندې اساسي قانون غیر اسلامي دی بې اساسه او په هیڅ صورت د منلو نه ده. سرور دانش نن سې شنبه د جنورۍ ۵ ( مرغومي ۱۶) ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس