افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي که بلخ کې اختطاف شوی ماشوم ازاد نشي، د دغه ولایت ټول امنیتي چارواکي به له دندو لیري کړي. له تیرو شااوخوا درې میاشتو راپدې خوا په بلخ ولایت کې د عبدالرووف په نوم یو ۹کلن ماشومان د انسان تښوونکو لخوا اختطاف شوی دی. ...
Read More »روغتیا وزارت:افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د کمېدو په حال کې دي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په هېواد کې د کرونا وبا مثبتې پېښې ورځ تر بلې د کمېدو په حال کې دي خو یو ځل بیا یې ټینګار کړی دی چې هېوادوال باید د کرونا ویروس د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه ...
Read More »امنیت شورا: د امریکايي سرتیرو کمېدل پر جګړې اغېز نه لري
د ملي امنیت شورا وايي، په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمېر کمېدل د جګړې پر وضعیت کوم تاثیر نه لري. د امریکا ملي دفاع وزارت دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د سرتیرو شمېر یې ۲۵۰۰ ته راکم شوی دی. خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند ...
Read More »لوګر کې ۲۹ طالبان وژل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ په زرغون شهر سیمه کې د یو لړ شپني عملیاتو په ترڅ کې ۲۹ طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو پرون د جمعې په ورځ جنورۍ ...
Read More »په لومړیو نهو میاشتو کې څه باندې ۷۶ زره جزایي قضیې څېړل شوې
د افغانستان د سترې محکمې چارواکي وايي چې قضائيه قوې د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۷۶۲۰۰ جزايي قضیې څیړلي دي. د افغانستان د سترې محکمې د حقوقي او قضايي مطالعاتو رئيس او ویاند احمد فهیم قویم امریکا غږ ته په خپلو خبرو کې وویل چې د ...
Read More »محب: د امریکایي سرتیرو؛له وتلو وروسته طالبان د حکومت د نیولو نیت لري
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي؛ طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او په زور واک ته د رسېدو نیت لري. حمدالله محب په يوه مرکه کې ويلي، چې طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتو ته شېبې شماري او غواړي چې په زور حکومت ...
Read More »د ناټو ملکي استازى:هدفي وژنې هېڅ راز توجیه نه لري
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په خبرو کې یې د سولې د بهیر او په دې هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه بحث وکړ.ستیفانو پونتې کوروو پر ټویټر په یوه بیان کې چې پرون ماښام خپور ...
Read More »چارواکي:په غزني کې ۱۲طالبان وژل شوي
تندر قول اردو په غزني ولایت کې د ۱۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه. د دې قول اردو په خبره یوه ډله وسله والو طالبانو غوښتل تېره شپه په اندړو او قره باغ ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې وکړي. د تندر قول اردو ویاند، ...
Read More »نی:۲۰۲۰ کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۳۰ قضیې په افغانستان کې ثبت شوي
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې(نی) په یو تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۰ کې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی. د دغې ادارې مشر عبدالمجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۵) خبریالانو ته وویل چې په دغه ...
Read More »دفاع وزارت:هلمند کې د طالبانو له زندان څخه ۱۳ کسان خوشې شول
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې تیره شپه د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې افغان کومانډو ځواکونو د طالبانو یو زندان مات کړی دی. دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې د طالبانو له دغه زندان څخه ۱۳ تنه خوشې شوې دي، چې لویه برخه یې ملکي ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس