د هرات والي پرون رسنیو ته وویل د هرات غوریان ولسوالۍ د امنیت مدیر روح الله نظري د وسلوالو طالبانو په یوه برید کې ووژل شو. د سیمه اییزو رسنیو د راپورونو له مخې د هرات والي عبدالوحید قتالي وايي، په دې پېښه کې درې تنه نور امنیتي سرتیري ټپیان ...
Read More »پاکستان پر ننګرهار شاوخوا ۴۰ توغندي توغولي
راپورونه وايي پاکستان هېواد د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ باندې شاواخوا ۴۰ توغندي ویشتلي دي. د ګوشتې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران رسنیو ته ویلي چې توغندي پر هغو سیمو لیږدلي چې آبادې نه وې. قومي مشر ملک وزیر خان وویل توغندي خوخاخیلو په ساحه او د دوخیلو په ساحه ...
Read More »یونس قانوني: که د سولې خبرې بې پایلې شي د طالبانو پر ضد مقاومت پیلوو
د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني وايي که روان مذاکرات ناکام شي د طالبانو پر ضد به مقاومت پيلوي. نوموړي خبرداری ورکړی چې که په دوحه کې روان بین الافغاني مذاکرات ناکام شي، له هغو هېوادونو سره چې له طالبانو سره مخالف دي، په ګډه به د خلکو ...
Read More »حنیف اتمر: ډیری خوشې شوي طالب بندیان بیرته جګړو ته تللي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وايي ۹۰سلنه خوشې شوي طالب بندیان بېرته د جګړې ډګر ته تللي دي. ښاغلي اتمر پرون وویل طالبانو د خپل توافق په خلاف ۹۰سلنه خوشې شوي بندیان بیا د جګړو لیکو ته لیږلي، تاوتریخوالی یې زیات کړی او له القاعدې او نورو ...
Read More »په ۲۰۲۰ کې سرطان ناروغۍ ۱۶ زره افغانان وژلي دي
د عامې روغتیا وزارت چاوراکي وايي په تیر ۲۰۲۰ م کال کې په هېواد کې ۱۶ زره کسان د سرطان د ناروغۍ له امله مړه شوي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال بشیر نورمل کابل کې د سرطان سره د مبارزې نړیوالې ورځې په پار جوړې شوې ناستې ...
Read More »د ناټو سرمنشي طالبانو ته: له جګړو لاس واخلئ او په خپلو ژمنو ولاړ اوسئ
د ناټو عمومي سر منشي ینس ټولټنبرګ پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی دې کم او له جګرو دې لاس واخلي. ټولټنبرګ پرون رسنیو ته ویلي چې طالبان دې په خپلو ژمنو عمل وکړي او له نورو ترورستي ډلو سره دې اړیکې پریکړي. نوموړي زیاته کړه په افغانستان کې مو ...
Read More »اروپايي ټولنه:په بشري مرستو او افغان سوله کې همکاریو ته ادامه ورکوو
د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د اروپايي ټولنې له یوه پلاوي سره کتلي او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې تر ډېره د اروپايي ټولنې پر بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي او دغه ټولنې ژمنه کړې چې ...
Read More »د بشري حقونو کمېسیون: پر ملکي وګړو بریدونه دې سمدستي پای ته ورسېږي
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، هدفي وژنې او پر ملکي وګړو حملې باید سمدستي پای ته ورسول شي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون سې شنبې (د سلواغې ۱۴مه) ناوخته په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې پر ملکیانو حملې، په ښکاره جنګي جنایت او د بشریت ضد ...
Read More »هایکو ماس: نړیوال پوځیان دې د سولې تر بشپړېدو وړاندې له افغانستانه نه را وځي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي، نړیوال پوخیان باید د افغانستان د سولې د پروسې تر بشپړېدو وړاندې له دغه هېواده راونه وځي. هغه دا خبره پرون سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) جرمني رسنیو ته په یوه انلاین کنفرانس کې کړې ده. ښاغلی ماس ویلي، په قطر ...
Read More »پاکستاني پوځیانو؛یو ځل بیا پر کونړ پنځوس راکټونه توغولي
د کونړ ولایت ځایي چارواکي وایي چې پاکستاني نظامیانو یو ځل بیا د کونړ ولایت پر شلتن ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي دي. د کونړ والي محمد اقبال سعید ویلي چې، پاکستاني نظامیانو له تیرې شپې راهیسې د شلتن ولسوالۍ په سونو کلي او المازو ډوپ سیمو باندې پنځوس توپونه راتوغولي ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس