Home » افغانستان (page 133)

افغانستان

امريکا غواړي په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جک سولېوان په يوه تازه بيان کې د زلزلې له امله په افغانستان کې د پر اوښتو مالي او ځاني زيانونو خوشيني ښودلې او ويلي يې دي، چې امريکا غواړي له يادو قربانيانو سره مرستې وکړي. نوموړي زياته کړې، چې ولسمشر جوبايډن په افغانستان ...

Read More »

پکتيکا او خوست کې د زلزلې له امله د شهيدانو شمېر ۳۲۰ تنو ته پورته شوی

په پکتيکا او خوست کې د تېرې شپې زلزلې له امله د شهيد او ټپي شوو کسانو شمېر له لومړنيو هغو د پورته کېدو په حال کې دی. طبيعي پېښو د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستيال محمد نسيم حقاني رسنيو ته ويلي، له پکتيکا څخه تازه ترلاسه ...

Read More »

حکومت د تېرې شپې زلزلې ځپلو لپاره له مرستندويه بنسټونو مرسته غوښتې

د حکومت د وياند مرستيال بلال کريمي تائيد کړې چې تېره شپه سختې زلزلې د هېواد سوېل ختيځ ولايتونه لړزولي او په کې خلکو ته د مالي زيانونو ترڅنګ ځاني زيانونه هم اوښتي دي. نوموړي نن چهارشنبه د (چنګاښ په لومړۍ) خپل ټوېټر کې که څه هم د ولسواليو نوم ...

Read More »

د پاکستان پارلمان له زندان څخه د علي وزير د خوشې کېدو امر کړی

د پاکستان پارلمان امر کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او په پارلمان کې د سوېلي وزيرستان د خلکو استازی علي وزير دې د لنډې مودې لپاره له زندان ازاد کړای شي. د پاکستان د پارلمان رئيس دا امر د تېرې سې‌شنبې په ورځ لاسليک کړی او سپارښتنه ...

Read More »

اسلامي همکاريو سازمان له افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کړې

په بشري چارو کې د اسلامي همکاريو سازمان مرستيال او د افغانستان لپاره د ياد سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخيت پرون چهارشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۳۱مه) کابل ته را رسېدلی او د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امير خان متقي سره يې ليدلي دي. د ليدنې پرمهال بخيت ...

Read More »

امريکا: ملګري ملتونه دې د افغانستان بشري حقونو په خونديتوب کې عملي اقدام وکړي

امريکايي چارواکو يو وار بيا په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دې د افغانستان بشري وضعيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د افغانستان بشري حقونو او د ښځو د چارو لپاره د امريکا ځانګړې استازې ...

Read More »

ملګرو ملتونو بهر ته د دوو ط.الب چارواکو د سفر معافيت لغوه کړ

عرب نيوز د فرانس پرېس خبري اژانس له قوله راپور ورکړی، چې ملګرو ملتونو بهر ته د دوو ط.الب چارواکو د سفر معافيت لغوه کړی او بېرته يې پرې د سفر لګېدلي بنديزونه وضعه کړي دي. د طالبانو د ۱۵ مهمو چارواکو د سفر معافيت پرون دوشنبه پای ته ورسېد؛ ...

Read More »

د عثمان کاکړ د تلين په پوره کېدو سره هم، د هغه کورنۍ ته انصاف نه دی ورکړل شوی

نن د جون ۲۱مه د پښتونخوا عوامي ملي ګوند غړي او د پخواني ملت‌پال سناتور عثمان خان کاکړ له لومړي تلين سره برابره ده. د عثمان خان کاکړ د وژل کېدو کال په پوره کېدو سربېره هم، د نوموړي کورنۍ ته انصاف نه دی ورکړل شوی. د پښتونخوا ملي عوامي ...

Read More »

مجاهد: د برېتانيې ۵وګړي د يوې هوکړې له مخې خوشې شوي

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي، موده وړاندې په افغانستان کې د نيول شوو برېتانوي وګړو د خلاصون خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې دا کار د يوه تفاهم له مخې شوی دی. نوموړي پرون دوشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۳۰مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د برېتانيې ...

Read More »

نن د اوسلو فورم پيلېږي او د افغانستان پر وضعيت به په کې بحث وشي

ټاکل شوې نن سې‌شنبه د (غبرګولي په ۳۱مه) په ناروې کې د اوسلو فورم پيل شي او دوې ورځې به دوام وکړي. په دې فورم کې به په نړۍ کې د روانونو ناورينونو ترڅنګ د افغانستان پر وضعيت هم بحث وشي. د اوسلو په دې سږني فورم کې بحثونه تر ...

Read More »