Home » افغانستان (page 131)

افغانستان

عبدالکريم خرم: تورخم او سپين بولدک کې د افغانانو سپکاوی دوام لري

د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزير او پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس عبدالکريم خرم وايي، چې په تورخم او سپين بولدک کې پښتونخوا او پاکستان ته د اوښتو پرمهال افغانان له بېلابېل ډول سپکاويو سره مخ کېږي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې نن يک‌شنبه د (چنګاښ ...

Read More »

حکمتيار: که د نجونو ښوونځيو بندول دوام وکړي، ګڼې کورنۍ ښايي هېواد پرېږدي

د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار په کابل کې د ديني عالمانو لويې غونډې پرېکړه‌ليک ته غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، تمه وه چې دا غونډه به په افغانستان کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د زده‌کړو په اړه هم مثبته پرېکړه وکړي. نوموړي له بي‌بي‌سي سره په ...

Read More »

علماوو پرېکړه‌ليک: د نظام پر ضد وسله‌وال مخالفت بغاوت دی او مخه دې يې ونيول شي

په کابل کې د ديني عالمانو درې ورځنۍ غونډه نن شنبه د (چنګاښ په ۱۱مه) د يوه ۱۱ ماده‌ييز پرېکړه‌ليک په صادرولو سره پای ته ورسېده. په دې پرېکړه‌ليک کې راغلي، چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د فسا او غصب په ختمولو سره مستحکم حکومت رامنځته کړی او ...

Read More »

ګارډين: د بريتانيې سفارت سلګونه کارکوونکي په افغانستان کې اېسار دي

ګارډين ورځپاڼې راپور ورکړی، که څه هم برېتانوي چارواکو په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته خپل زرګونه افغان همکاران له افغانستان څخه برېتانيې ته لېږدولي؛ خو لا هم دغلته د برېتانيې سفارت سلګونه افغان کارکوونکي اېسار پاتې دي. د ګارډين ورځپاڼې د راپور له مخې، د يادو کسانو شمېر ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې نامالومو وسله‌والو درې کسان هدفي وژلي

د هدفي وژنو په ترڅ کې يو وار بيا نامالومو وسله‌والو پرون جمعه د (چنګاښ په ۱۰مه) په شمالي وزيرستان کې ۳ ځوانان وژلي دي. ځايي سرچينو ويلي، لومړۍ پېښه د ميرعلي په بازار کې هغه وخت رامنځته شوه، چې پر موټرسايکل سوارو کسانو په ياد بازار کې پر دوو ...

Read More »

امريکا: پر ښځو د بنديزونو له دوام سره به ط.البان د تعامل فرصت له لاسه ورکړي

امريکايي چارواکو په افغانستان کې پر بشري حقونو او په ځانکړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو بنديزونه چې زده‌کړو ته د نجونو لاسرسي محدودول هم په کې شامل دي، اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو بشري حقونو په عالي شورا کې د امريکا استازي ميشل ټيلر پرون جمعه ...

Read More »

رينا اميري: له ط.البانو سره د نړيوالو تعامل د بشري حقونو په برخه کې ګټه نه ده کړې

د افغانستان لپاره د بشري حقونو او د ښځو په برخه کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري وايي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو نقض په بې سارې توګه دوام لري. نوموړې په دوحه کې د اسلامي امارت او امريکايي ...

Read More »

ملګري ملتونه: د افغان ميرمنو د حقونو خونديتوب لپاره دې همغږي رامنځته شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړيوالې شورا يو بيا په افغانستان کې د نجونو او ميرمنو پر حقونو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې لا هم دغلته د ميرمنو او نجونو د حقونو نقض په شدت سره دوام لري. د يادې شورا مشرې ميشل باشلې پرون جمعه د ...

Read More »

کانونو وزارت: پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرول يو فرصت دی

وروسته له هغې چې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف خپل حکومت ته له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو په برخه کې د جديت لارښوونه وکړ، ورسره د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت پاکستان ته د ډبرو سکرو په زياته پيمانه صادرول يو عمده فرصت ياد کړ. ...

Read More »

اوچا: په پکتيکا او خوست کې د لزلې له امله ۴۰۵ ماشومان مړه او ټپيان شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې يا اوچا مسوولانو خبر ورکړی، چې د وروستۍ سختې زلزلې له امله په خوست او پکتيکا کې سلګونه ماشومان مړه او ټپيان شوي دي. د دې ادارې رئیس کريس نيامندي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې ...

Read More »