د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر ‘دېنیس موناڅېرسکي’ په ګډون ۱۸ کسان د دغه هېواد پلازمېنې کیېف کې د یوې چورلکې غورځېدو پېښه کې وژل شوي دي. دا چورلکه د پلازمېنې د ختیځ بروواري سیمې کې د یوه وړکتون څنګ ته راغورځېدلې ده. رپوټونه وايي، په دې پېښه کې ۳ ...
Read More »حقوقپوه او ملتپال سياستوال لطيف اپريدی په پېښور کې ووژل شو
په پښتونخوا کې مشهور حقوقپوه او ملتپال سياستوال لطيف اپريدی نن د پېښور محکمې مخې ته د يوه برید پر مهال ووژل شو. پاکستاني پولیسو ویلي، چې يو تن یې پر نوموړي د بريد په تور نیولی دی. لطيف اپريدی د نيشنل عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښانو ...
Read More »جاپان به په روغتيايي برخه کې يو ميليون او ۳۰۰ زره ډالره مرسته وکړي
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د وګړو صندوق په هلمند کې د روغتیایي خدمتونو له پیاوړي کېدو سره د جاپان د یو ميلیون او درې سوه زره ډالرو مرستو خبر ورکوي. دې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، له دې صندوق سره د جاپان دغه نغدي مرستې به ...
Read More »د ماشومانو د ساتنې اداره په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو د بېرته پیل خبر ورکړ
د ماشومانو د ساتنې اداره یا سېف د چېلډرن وايي، له څو اونۍ ځنډ وروسته افغانستان کې خپل ځینې فعالیتونه بېرته پیلوي. دغې ادارې یوه وینا پاڼه کې ویلي چې د یو شمېر ښځينه کارکوونکو په ملتیا به خپلې ځينې چارې بېرته پیل کړي. د ماشومانو د ساتنې ادارې په ...
Read More »لسګونه پخواني چارواکي په تېرو ۳ میاشتو کې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون شمېرې ښيي چې په تېرو درې میاشتو کې څه باندې ۱۰۰ تنه سیاسي څېرې او د مخکيني دولت کارکوونکي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه کمېسیون ویاند وايي چې بېرته راستنېدونکو کې وزیران، والیان او بېلابېل شخصیتونه شامل دي او دغه ...
Read More »هند په کرکټ کې سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ
هند د کرېکټ په یو ورځنۍ لوبه کې سريلانکا د ۳۱۷ منډو په توپیر ماته کړه او نړېوال ریکارډ یې جوړ کړ. هند په خپل کوربه توب دغې دریمه یو ورځنۍ لوبه کې، د سریلانکا لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په سوځیدو د ۳۹۰ منډو هدف ټاکلی و، خو د ...
Read More »په نیپال کې یوه مسافر وړونکې الوتکه غورځیدلې
د نیپال پوخارا ښار ته نږدې یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۷۲ کسان په کې سپاره و، لوېدلې ده. اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د نیپال د کتمندو پوسټ ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د سپرو کسانو له ډلې ۶۸ یې مسافر او ۴ یې د الوتکې عمله وه. د نیپال ...
Read More »یوناما: د افغانانو بشري حقونو لپاره دې د امنیت شورا غړي سره متحد شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د امنیت شورا له غړو هېوادونو غوښتي چې د طالبانو د هغو سیاستونو په ضد متحد واوسي، کوم چې افغانان له خپلو بشري حقونو لېرې کوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په افغان ...
Read More »له بېوزلو افغانانو سره د مرستې لپاره د ښځینه کارکوونکو شتون مهم دی
د ملګرو ملتو د بشري مرستو همغږه کوونکې اداره یا اوچا وایي، د دې لپاره چې په دې ساړه ژمي کې دوی ډاډه شي چې مرستې یې بېوزله ښځو او بې سرپرسته ماشومانو ته سمې رسېږي، ښځینه کارکوونکيو شتون اړین دی. د ا.ا.ا تېره میلادي میاشت په نادولتي کورنیو او ...
Read More »د پخوانۍ ولسي جرګې غړې ‘مرسل نبي زاده’ ووژل شوه
د پخوانۍ د ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده نن په کابل په ډزو ووژل شوه. د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې دغه پېښه تایید کړې ده. د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، نبي زاده د کابل په دولسمه ناحیه (ارزان ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس