Home » افغانستان » نورزی: که د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د برېښنا پيسې ور نه کړل شي، کابل به تپه تياره شي

نورزی: که د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د برېښنا پيسې ور نه کړل شي، کابل به تپه تياره شي

د افغانستان برېښنا شرکت مخکينی رئيس داوود نورزی وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له  ترلاسه کولو سره د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا له درکه، د منځنۍ اسيا يو شمېر هېوادونو قرضداری دی او اړتيا ده چې اسلامي امارت ياد قرضونه بېرته ورکړي.

‎نوموړي له والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، که اسلامي امارت په کور دننه د برېښنا له پوروړو پيسو ټولې نه کړي او پر وخت يې بېرته هغو هېوادونو ته چې برېښنا ترې پېرل شوې ور نه کړي، نو د دې احتمال شته چې ياد هېوادونه افغانستان ته د برېښنا جريان پرې کړي.

نورزي زياته کړې، دا مهال افغانستان د خپلې اړتيا له نيمايي ډېره اندازه برېښنا له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان پېري او په دې توګه په کابل کې لګول کېدونکې نږدې ټوله برېښنا له يادو هېوادونو وارد شوې، چې د برېښنا پرې کېدو په صورت ښايي کابل تپه تياره او بېرته منځنيو پېړيو ته وګرځي.

په دې اړه يو شمېر نورو خپرو شويو راپورو کې د افغانستان برېښنا شرکت د چارواکو په حواله ويل شوي، اوس‌مهال نوموړی شرکت د برېښنا له درکه شاوخوا ۹۰ مېليون ډالر پوروړی دی او نږدې هره ورځ د پور دغه اندازه زياتېږي. خو د افغانستان برېښنا شرکت بيا د يادو پورونو د بېرته تاديه کولو لپاره يوازې ۸.۹ مېليون ډالر له خپلو پوروړو راټول کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...