اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې رامنځته شوو تحوولات او دغلته موجوده وضعيیت له نږدې څاري چې په خبره يې يوه خورا ناسم لور ته روان دی.
د دې ټولنې د بهرني سياست مشر جوزېف بورېل پرون ناوخته د (تلې په ۱۱مه) له خپل سعودي سيال سره يوه ګډ خبري کنفرانس ته وويل، د دوی اروزنه ښيي چې تر دې مهاله په افغانستان کې د طالبانو چلند هڅوونکی نه دی.
نوموړی اندېښنه څرګندوي چې د افغانستان اقتصادي سقوط ښايي نړۍ ته د ترهګرۍ او دغه راز يو شمېر نور تهديدونه راپورته کړي.
د بورېل په خبره، په نورو تهديدونو کې په لوړه پيمانه له دې هېواد څخه د افغانانو کډوالي هم شامله ده چې دا چاره نړيواله ټولنه له ستونزو سره مخ کولی شي.
جوزېف بورېل دا هم ويلي چې په افغانستان او يمن کې د بشري وضعيت په اړه د سعودي عربستان له بهرنيو چارو وزير فیصل بن فرحان السعود سره هم غږېدلی دی.
د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د واک له نيولو وروسته، اروپايي ټولنې هم د ناسم بشري وضعيت له امله له افغانستان سره بشري مرستې پيل کړې خو په مقابل کې يې پراختيايي مرستې په رسميت د حکومت تر پېژندنې پورې ځنډولي دي.