د امريکا د پوځ لوی درستز جنرال مارک ميلي وايي، دا احتمال شته چې د القاعده ډله د يوه کال او حتا له دې هم په لنډه موده کې له افغانستان څخه امريکا ته ګواښ پېښ کړي.
نوموړي دا څرګندونې پرون سېشنبه د (تلې په ۶مه) د امريکا سنا مجلس د وسلهوالو ځواکونو کميټې ته کړې دي. مېلي زياته کړې چې د القاعده او داعش ډلې بيا په افغانستان کې فعالې شوي او کولی شي چې د ۱۲ مياشتو په موده کې پر امريکا بريد وکړي.
نوموړي دا هم ويلي چې دا ډلې له ۱۲ تر ۳۶ مياشتو کې خپل ځان انسجام او په فعالانه توګه يې تحرکاتو ته چمتوو کولی شي.
مارک مېلي که څه هم له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو او دغه راز د افغان همکارانو ويستل لوژيستيکي بريا بللې، خو ويلي يې دي چې دا کار يوه ستراتيژيکه ماتې هم ده.
په ورته وخت کې د امريکا دفاع وزير لوېډ اسټن بيا په بېړه د افغان حکومت پر ړنګېدو د امريکا د پوځ حيرانۍ ته اشاره کړې او ويلي يې دي، چې ژر او په بېړه د افغان حکومت ړنګېدو د امريکا پوځ حيران کړی.
د افغانستان په تړاو د دې امريکايي چارواکو دا څرکندونې داسې مهال دي چې داعش ډلې په ختيځ پر طالبانو خال خال بريدونه پيل کړي. شنونکي دغه بريدونه بې څه نه بولي او زياتوي چې دا د يوې راتلونکې احتمالې جګړې د پيلېدو زنګ دی.