Home » افغانستان » ملګرو ملتونو؛په افغانستان کې پر بېځایه شویو کسانو اندېښه ښودلې
رویداد خبري آژانس

ملګرو ملتونو؛په افغانستان کې پر بېځایه شویو کسانو اندېښه ښودلې

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ په افغانستان کې پر ښځو، نجونو او ماشومانو د وروستیو پراخو جګړو د اغېزو له کبله اندېښنه ښودلې.

د ‘یو.اېن.اېچ.سي.ار’ د راپور له مخې له تېرې مې میاشتې راهیسې د جګړو له کبله له خپلو مېنو شااوخوا دوه نیمه لکه بې ځایه شویو افغانانو په سلو کې اتیا ښځې او ماشومان دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ ویاندې شابیه مانتو دا ارقام ټکان ورکوونکي وبلل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما او د دې سازمان د بشري حقونو د ادارې د یوه ګډ راپور له مخې چې تېره میاشت خپور شو، د روان ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمايي کې د روانې لسیزې د بل هر کال د لومړيو شپږو میاشتو پرتله په افغانستان کې زیاتو ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...