Home » افغانستان » عبدالله: پاکستان باید له افغان سولې سره رښتینې همکاري وکړي
رویداد خبري آژانس

عبدالله: پاکستان باید له افغان سولې سره رښتینې همکاري وکړي

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پرون د چهارشنبې په ورځ (دزمري ۲۰مه نېټه) د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي صادق خان سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې کتلي دي.

عبدالله عبدالله ویلي چې په افغانستان کې روانې جګړې نه یوازې پاکستان بلکې ټوله سیمه زیانمنولی شي، نو له همدې امله پاکستاني لوري ته په کار ده چې د موضوع حساسیت درک کړي او په صادقانه توګه له افغان سولې سره همکاري وکړي.

صادق خان هم ویلي چې افغان جګړه یوازې او یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او دوی به هڅه وکړي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته تیار کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...