Home » افغانستان » جګړه؛افغان دولت په کابل کې لس زره بېځایه شویو کورنیو ته کمپ جوړوي
رویداد خبري آژانس

جګړه؛افغان دولت په کابل کې لس زره بېځایه شویو کورنیو ته کمپ جوړوي

پېښو ته د رسېدو په چاور کې د دولت وزارت ویلي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې ۱۷ زره کورنۍ د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه له شمال ختیځو ولایتونو کابل ته پناه راوړې او دولت په پام کې لري، چې لس زره کورنیو ته په کابل کې کمپ جوړ کړي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني نن سې شنبه (د زمري ۱۹مه نېته) په یو خبري غونډه کې وویل، امکان لري د بېځایه شویو شمېر تر دې زیات وي او له تخار او کندوز ولایاتونو د بېځایه شویو کورنیو کاروانونو له رسېدو سره به دغه شمېرې ۳۰ زرو ته ورسېږي.

هغه وویل، دغو کورنیو ته خوراکي توکي وېشل شوي دي او دولت په پام کې لري، تر یوې اوونې په موقت ډول د کابل په بېلابېلو برخو لکه بګرامیو او باریک آب کې کمپونه جوړ کړي.

د نوموړي زیاته کړه ، اوسمهال په هېواد کې زیات شمېر کورنۍ بېځایه شوې دي، چې خوراکي او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري.

د جیلاني په خبره، شمال ختیځو ولایتونو کې د بېځایه شویو شمېر زیات شوی او د خیرخانې کوتل او نوي ښار کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي له نړیوالو ادارو وغوښتل، چې افغانستان کې د جګړې له امله بېځایه شویو سره مرسته وکړي.

جیلاني زیاته کړه، بېځایه شویو ته د رسیدګۍ په موخه، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت او د کابل ولایت یوه ګډه کمېټه جوړه کړې ده او تمه ده، چې دغو بېځایه شویو ته د سرپناه په موخه له عامه تاسیساتو څخه هم کار واخیستل شي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو دوو میاشتو کې ۶۰ زره کورنۍ بېځایه شوي دي، چې له ډلې یې ۵۳ زرو کورنیو ته نقدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو پنځو ورځو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. او طالبانو په وروستیو پنځو ورځو کې د کندز په ګډون د افغانستان نژدې شپږ ولایتونه نیولي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...