اروپايي ټولنه وايي دوی په افغانستان کې د زور له لارې رامنځ ته کېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په تازه مرکه کې ویلي دوی ددې غوښتونکي دي چې روانه جګړه په افغانستان کې ختمه شي او طالبان د زور له لارې ځان واک ته رسول پرېږدي.
دده په خبره اروپايي ټولنه هغه حکومت په رسمیت نه پېژني چې د طالبانو له لوري په زور رامنځ ته کېږي او که داسې وشي نو اروپایي ټولنه به خپلې ټولې مرستې له افغانستان سره قطع کړي چې په دې صورت کې به دغه هېواد یو ځل بیا یو منزوي هېواد شي.
د اروپايي ټولنې استازي ویلي ټول اړخونه دا هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي نو له همدې امله طالبانو ته هم په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې چټکې کړي.