د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماریس پېن وایي، چې وسله وال طالبان دې سولې ته د رسېدو لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
ماریس پېن له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په یوه تلیفوني مکالمه کې د افغانستان پر وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
ماریس په خپلو خبرو کې په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو له لوري، د ملکيانو، ښځو، ماشومانو او بې دفاع وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو نه دی.
هغې زیاته کړې چې طالبانو د سولې لپاره له نړیوالې ټولنې سره ژمنې کړې دي او باید پر ژمنو عمل وکړي. په دې مکالمه کې همدا راز د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او تر څنګ یې په کابل کې د استرالیا پر دایمي دیپلوماتیک حضور هم خبرې شوې دي.
همدا راز په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو پر جنګي جنایتونو او ددغه جنایتونو د پلټنې په اړه هم خبرې شوې دي او استرالیا ددې قضیو د څېړلو په برخه کې د ځينو پرمختګونو خبر ورکړی دی.