Home » افغانستان » بسم الله محمدي:افغان ځواکونه د مخالفانو ځپلو ته پیاوړې اراده لري
رویداد خبري آژانس
د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر،بسم الله محمدي

بسم الله محمدي:افغان ځواکونه د مخالفانو ځپلو ته پیاوړې اراده لري

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي وایي، کمانډو ځواکونه به د وسله والو مخالفانو د تحرکاتو د شنډولو لپاره له هر ډول غوراوي کار واخلي.

بسم الله محمدي پرون د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه نېټه) د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د افسرانو فراغت غونډې ته وویل، ځواکونه یې د مخالفانو ځپلو ته پیاوړې اراده لري: “ټول پر دې پوهېږي چې جګړه کې سیمې لاس په لاس کېږي، خو دا ټاکونکې نه وي. د افغانستان خلک پر تاسو باور لري، موږ په حقه یو. له هېواده دفاع زموږ وجیبه ده او تر وروستۍ شېبې د افغانستان د دښمانو پر ضد جګړه کوو.”

تېره ورځ د ځانګړو عملیاتو ۱۳۵ تنه پرسونل له زده کړو فارغه شو چې ۲۰ یې مېرمنې وې.

دوی داسې مهال د جګړو لیکو ته ستنېږي چې طالبانو لسګونه ولسوالۍ لاندې کړي او لا هم د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...