د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په پلازمینه دوشنبې کې کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو، افغان سولې او په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي دوی د افغان سولې کلک ملاتړي دي او هڅه کوي افغانستان ته د دایمي سولې د راتګ په برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
دده په خبره دا د طالبانو لپاره ستره ازموینه ده چې په سیاسي بهیر کې د ګډېدو لپاره جګړې ودروي، له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او په افغانستان کې روانه جګړه د تل لپاره ختمه کړي.
حنیف اتمر هم په دې لیدنه کې ویلي چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو رول مهم او د ارزښت وړ دی.