د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازی زلمی خلیلزاد وايي، داسې فکر کوي چې وسله والو طالبانو د مذاکراتو پر مېز د برلاسي لپاره جګړه سخته کړې ده، خو نوموړي یو ځل بیا ټينګار کړی چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لاره نه لري.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې چې افغانستان کې د جګړې سختېدو تمه یې درلوده، خو په پوځي ډګر د وسله والو طالبانو پرمختګ حیران کړی دی.
نوموړی وايي، طالبانو ویلي چې د ولایتونو پر مرکزونو به بریدونه نه کوي، او که یې وکړل امریکا به د کړیو ژمنو حساب ورسره کوي او مسوول به یې بولي.
خلیلزاد داسې مهال د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو له لوري د بریدونو نه کولو ژمنې یادونه کوي چې تیره ورځ مسکو ته د طالبانو یوه تللي پلاوي وویل، چې پر ولایتي مرکزونو برید کول یا نه کول له امریکا سره د دوی د تړون برخه نه ده، بلکې په خبره یې دا یوه کورنۍ مسله ده.