Home » افغانستان » د یوناما مشرې له طالبانو سره د افغان سولې پر بهیر خبرې کړي
رویداد خبري آژانس

د یوناما مشرې له طالبانو سره د افغان سولې پر بهیر خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لینز پرون د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه نېټه) په دوحه کې د وسله والو طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره لیدلي او دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو لپاره د ملګرو ملتونو پر ملاتړ او هڅو ټینګار کړی دی.

یوناما په یوه ټویټ کې ویلي؛ د سولې خبرې باید رښتیني وي او لومړیتوب ورکړشي؛ ځکه، چې د جګړې پای ته رسول د حل یوازنۍ لار او د افغانانو غوښتنه ده.

په همدې حال کې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې که څه هم دوی د جګړې په ډګر کې برلاسي دي خو ډېر ژر به د سولې یوه لیکلې طرحه افغان حکومت ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړې چې دا طرحه به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او افغان حکومت ته وسپاري.

هغه دغه راز ویلي چې د سولې خبرې به په راتلونکو څو ورځو کې ګړندۍ او یو نوي پړا ته داخلې شي.

یوناما په داسې وخت کې د افغان سولې خبرو ته رښتینی وړاندیز کوي، چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند څو ورځې مخکې په یوه ویډیو پیغام کې حکومتي مذاکراتي پلاوی تورن کړ، چې خبرو اترو ته نه حاضریږي او هسې وخت ضایع کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت چارواکي پرلپسې له طالبانو غواړي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او خبرو ته راوګرځي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...