د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ جنایي جرمونو سره مبارزې مدیریت منسوبینو د کشفي راپور په اساس یوه لړ عملیاتو په ترڅ کې یې پنځه تنه غله نیولي دي.
د لغمان امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغو غلو نن سهار د کابل ولایت اړوند څرخی پله په سیمه کې د یو محصل څخه ( ٦٠٠٠ ) شپږ زره افغانۍ غلا کړې وې.
چې د لغمان په لور روان ول چې تر پېژندنې وروسته د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند سرخکانو سیمه کې نیول شوي دي.
همداراز له دغو غلو څخه یو عراده موتر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.