Home » افغانستان » سهیل شاهین:که بهرنیان ونه وځي پر وړاندې یې جګړه کوو
رویداد خبري آژانس
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین

سهیل شاهین:که بهرنیان ونه وځي پر وړاندې یې جګړه کوو

وسله والو طالبانو یو ځل بیا ویلي چې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.

 په قطر کې  د وسله والو طالبانو د دفتر غړي سهیل شاهین په خپله تازه مرکه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د هېڅ بهرني نظامي حضور نه مني او د دیپلوماتیکو اداراتو له غړو او ملکي بهرنیانو سره هېڅ راز ستونزه نه لري.

شاهین د وروستیو جګړو په اړه ویلي چې دوی د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي خو د بهرنیانو حضور هم ورته د منلو نه دی.

هغه د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام په صورت کې د جګړو د پراختیا خبرداری هم ورکړی دی.

 سهیل شاهین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو په بېلو ولایتونو کې خپل بریدونه ډېر کړي دي او هڅه کوي د خپل نفوذ سیمې پراخې کړي.

بلخوا ځینو امنیتي سرچینو رسنیو ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په څلور ولایتونو کې ۹ لسوالۍ د وسله الو طالبانو لاسته لوېدلې دي.

 خو افغان حکومت بیا وایي چې د ولسوالیو سقوط او د سیمو نیول موقتي دي او بېرته یې له طالبانو نیسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...