د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود بیا وایي چې افغان حکومت په یوازې ځان نه شي کولی د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت کنټرول کړي.
احمد ضیا مسعود پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې افغان حکومت باید ژر تر ژره د سیاسي او پوځي مشرانو یوه بېړنۍ شورا جوړه کړي.
هغه زیاته کړې چې یادې شورا ته باید پوره صلاحیتونه ورکړل شي څو له حکومت سره اړینه همکاري وکړي.
بلخوا بیا د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې طالبان نه شي کولی په افغانستان واکمن شي او نه هم یاده ډله د حکومت کولو وړتیا لري.
صالح څرګنده کړې چې دوی اوسمهال د یووالي لپاره یو لوی فرصت ګوري ځکه چې په خبره یې، د هېواد د هرې سیمې خلکو خپلو ځایونو ته د افغان ملي اردو او کمانډویانو د ورتګ غوښتنه کړې ده.
دا څرګندونې وروسته تر هغه دي چې طالبانو په دې وروستیو کې د ۱۴۳ ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.