Home » فرهنګی او ټولنیز » عامر خان خپلې مېرمنې ‘کرن راو’ ته طلاق ورکړی
رویداد خبري آژانس

عامر خان خپلې مېرمنې ‘کرن راو’ ته طلاق ورکړی

د هندي فلمون مشهور ممثل عامر خان او د هغه مېرمن کرن راو یوه بل ته طلاق ورکړی. د هندي رسنیو راپور ل مخې چې په کې ویلي شوي دي دوی دواړو په دې هکله یه خبرپاڼه هم خپره کړې.

د هندي فلمونو کره کتونکي ترن ادرش دغه اعلامیه پر خواله رسنیو خپره کړې، چې پکې ویل شوي:”موږ د تېرو ۱۵ کلونو موده کې د ژوند خوږې تجربې او خوښۍ شریکې کړې، زموږ خپلوي د متقابل درناوي او مینې پر بنسټ وه، اوس د ژوند یوه نوي پړاو ته د مېړه او مېرمنې پر ځای د یوه ماشوم د مور، پلار او یوې کورنۍ په حیث داخلېږو. ”

عامر خان او فلم هدایت کارې کرن راو ۱۵ کاله مخکې واده کړی او یو زوی لري.

عامر او کرن وايي، څه موده مخکې یې د بېلتون پلان پیل کړ او په وینا یې اوس په رسمي توګه بېلتون ورته اسان دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، دوی به بېل اوسي، خو د یوې کورنۍ په توګه به د ماشوم شریکه پالنه کوي.

د یادونې ده، چې عامر خان او کرن راو د لګان نومي فلم ثبت پر مهال له یوه بل سره لیدلي وو.

کرن راو د هغه فلم د هدایت کار یا لارښود مرستیاله وه، چې عامر خان پکې مرکزي رول درلود.

د ۲۰۰۵ کال دسمبر کې دوی واده وکړ او ۲۰۱۱ کال کې یې یو ماشوم وزېږېد، چې ازاد راو نومېږي.

عامر خان له دې مخکې له رینا دته سره واده کړی و، چې له ۱۶ کلن ګډ ژوند وروسته یې ۲۰۰۲ کال کې تر منځ طلاق وشو.

عامر خان او رینا دته یوه لور ایرا او یو زوی جنېد لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...