Home » افغانستان » وېلسن: طالبان د افغانانو په تهديدولو سره سولې ته نه شي رسېدای

وېلسن: طالبان د افغانانو په تهديدولو سره سولې ته نه شي رسېدای

په کابل کې د امريکا شارژدافېر راس وېلسن وايي، وسله‌وال طالبان په ټولنيزو رسنيو کې د ډار خورولو، تهديدولو او دغه راز پر فعالانو د برېد کولو سره له تاوتريخوالي ډک تبليغات کوي.

نوموړي تازه نن شنبه د (چنګاښ په ۱۲مه) په خپل ټوېټر کې ليکلي، دا ډول تبليغات له تاوتريخوالي ډک تبليغات دي او له دې لارې وسله‌وال طالبان سولې ته نه شي رسېدلی.

نوموړي دا څرګندونې د هغو اندېښنو په غبرګون کې کړې چې د ټولنيزو رسنيو يو شمېر فعالانو د وسله‌والو طالبانو له لوري د ډار خورولو په اړه څرګندې کړي دي.

ملګري ملتونه، امريکا، اروپايي ټولنه او ګڼ نور هېوادونه وسله‌وال طالبانو تورنوي چې د جګړې او تاوتريخوالي په زياتولو سره يې وېره زياته کړې او په خبره يې د يادې جګړې په ترڅ کې د پېښېدونکو ټولو عواقبو مسوول همدا ډله ده.

اوس شنونکي وايي، د امريکايي ځواکونو له لوري د بګرام لويې هډې په پرېښودو سره له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو بهير نږدې په بشپړېدو دی او په داسې يوه حالت کې د وسله‌والو طالبانو له لوري جګړه او افغان وژنه د ټولو شرعي او بشري اصولو خلاف عمل دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...