Home » سپورټ » د اروپا فوټبال جام په لوبو کې تېره شپه سویس ترکیې ته ماته ورکړه
رویداد خبري آژانس

د اروپا فوټبال جام په لوبو کې تېره شپه سویس ترکیې ته ماته ورکړه

د اروپا د فوټبال جام په سیالیو کې تېره شپه سویس ترکیې ته ماته ورکړه او ایټالیا له وېلزه وګټله.

ایټالیا او وېلز دواړه د ۱۶ ټیمونو پړاو یا پري کوارټرفاینل ته هم وتلي دي.

د باکو په المپيک سټډيوم کې د سویس ټيم درې پر یو ترکیه له مخې لیرې کړه. د سویس لپاره دوه ګولونه جردان شقیري او یو ګول هم هاریس سیفاروویچ وواهه.

اخوا د اې ګروپ په بله لوبه کې بېګا شپه ایټالیا خپل مېلمه ټیم وېلز ته یو ګول ورکړ او ماته‌یې ورکړه.

تمه ده د اروپا د فوټبال جام په سیالیو کې د دوشنبې په ماښام څلور لوبې وشي.

فنلنډ له بلجیم سره مخ کېږي، روسیه له ډنمارک سره لوبه لري اوکرائین او اتریش مخ دي او شمالي مقدونیه هم له هالند سره لوبه لري.

د اروپا د فوټبال جام سیالۍ د جون په ۱۱مه پيل شوي او د جولای تر ۱۱مې دوام کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...