پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې حاضر دي څو د امريکا له حکومت سره د هغه امريکايي وګړي په خلاصون کې مرسته وکړي چې د ۲۰۲۰کال په جنوري کې د وسلهوالو طالبانو له لوري له کابل څخه اختطاف شوی و.
امريکايۍ رسنۍ ABC نيوز په واشنګټن کې د پاکستان سفارت د مسوولانو په حواله خبر ورکړی، دغه هېواد له امريکا او نورو هغو هېوادونو سره چې وګړي يې په افغانستان کې اختطاف شوي، د يادو کسانو په بېرته راخوشې کولو کې همکار دی.
په راپور کې د پاکستان سفارت وياندې مليحې شهيد له قوله ويل شوي، داسې اسناد او شواهد نشته چې وښيي په افغانستان د وسلهوالو طالبانو له لوري اختطاف شوی امريکايي انجنير مارک فريريچس د يادې ډلې له لوري په پاکستان کې ساتل کېږي. خو د نوموړې په خبره پاکستان به خپله ټوله هڅه وکړي چې نوموړی انجنير د وسلهوالو طالبانو له بند ازاد کړي.
په راپور کې دا هم ويل شوي چې امريکايي ځواکونو د نوموړي انجنير د خلاصون په موخه ځينې هڅې چې د عملياتو ترسره کول او يا هم د بندياتو تبادله چې له مخې به يې پاکستان حقاني شبکه دې هڅوي څو د نشه يي توکو د يوه افغان قاچاقبر په بدل کې مارک فريريچس خوشی کړي، هم کړې دي.
په واشنګټن کې د پاکستان سفارت وياندې مليحې شهيد زياته کړې، پاکستان دا کار د يوه فشار له وجې نه، بلکې د ورته مواجې انساني مسووليت له مخې کوي.
د ABC نيوز د راپور له مخې، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو لړۍ له پيل سره د وسلهوالو طالبانو له منګولو د مار فريريچس خوشې کولو هيلې خورا کمې شوې. خو اوس د پاکستان د همکارۍ له اعلان سره سم، د نوموړي د خوشې کېدو هيلې بيا تازه شوي دي.