Home » افغانستان » سوله؛ د افغان مذاکراتي پلاوي یوشمېر غړي قطر ته ځي
رویداد خبري آژانس
د سولې د مرکچي پلاوي یوشمې غړي

سوله؛ د افغان مذاکراتي پلاوي یوشمېر غړي قطر ته ځي

د افغانستان د دولت د سولې مذاکراتي ټیم یوشمېر غړي نن شې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه نېټه) د قطر پلارمېنې دوحې ته ځي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د دولت د مذاکراتي ټیم غړي له پوره چمتووالي او غښتلې ارادې سره د خبرو ځای ته ځي.

د دغه سفر په درشل کې د سولې مذاکراتي ټیم غړېو په کابل کې د سولې د کور د سازمان له استازیو سره لیدلي دي.

په ناسته کې ګډونوالو د مرکچي ټیم له غړیو وغوښتل چې په دایمي اوربند ټینګار وکړي، څو تاوتریخوالي او د وینې تویول ختم شي.

د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاویو په تېرو درېیو میاشتو کې د راپورونو پر اساس یواځې دوه واره سره لیدلي.

افغان دولت تل د اوربند په تامین ټینګار کړی، خو طالبان چې د بهرنیو ځواکونو په بشپړ وتلو ټینګار کوي وايي چې د وړ شرایطو تر ټینګښت مخکې ورته اوربند د منلو نه دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...