Home » افغانستان » حامد کرزی: بهرنیانو د افغان سولې له بهیر ځان ته د خپلو ګټو پروژه جوړه کړې
رویداد خبري آژانس

حامد کرزی: بهرنیانو د افغان سولې له بهیر ځان ته د خپلو ګټو پروژه جوړه کړې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی وایي بهرنیانو د افغان سولې له بهیر ځان ته د خپلو ګټو پروژه جوړه کړې ده.

نوموړي نن په کابل کې د سولې یوې غونډې ته وویل،د جګړې دواړو لورو ته پکار ده چې دغه بهیر له پروژه‌توب وباسي او ملي بهیر ته یې واړوي.

ښاغلي کرزي دغه راز د سولې روان بهیر باید ملي شي او مشري یې دې د افغانانو لاس ته ولوېږي: بهرنیان افغانستان ته سوله نه‌شي راوستی، ځکه دوی ټول خپلې ګټې لري، نو دا د افغانانو کار او مسوولیت دی چې په دې حساسو شرایطو کې خپلې ګټې وپالي او یو موټي شي.

هغه د خپلو خبرو پرمهال  له طالبانو وغوښتل چې راشي او بامیانو کې د سولې روان مذاکرات پرمخ یووسي. 

که څه هم د افغان حکومت د مرکچي ډلې یو شمېر غړي په دوحه کې دي، خو اوږده موده شوې چې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې په اړه کومه ناسته نه ده شوېږ

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...