یوه ورځ وروسته له هغې چې له کرونا ویروس نږدې ۱۰۰۰ زر مثبتې پېښې ثبت شوې،د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پوهنتونونو، ښوونځیو، ښوونیزو مرکزونو او کورسونو د بندېدو خبر ورکوي.
روغتیا وزارت د شپې ناوخته په خبرپاڼه کې ویلي چې په هېواد کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي په خاطر په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، پکتیا، پروان، وردګ، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندوز او نیمروز کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز مرکزونه سبا د غبرګولي اتمه د دوه اونیو لپاره رخصت دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې خلک باید د کرونا ویروس پر وړاندې د ساتنې اصولو په رعایت کولو سره لکه: د ټولنیز واټن ساتل، د لاسونو مینځل او ماسک کارولو سره له یو بل سره همکاري وکړي.