د ولسمشر لومړي مرستيال امرلله صالح پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۵مه ڼېټه) خوست ولايت د خپل رسمي سفر په ترڅ کې يوې ولسي غونډې ته د وينا پرمهال طالبانو باندې د اوربند غږ کړی دی.
امرالله صالح په دغه غونډه کې پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او اوربند دې وکړي.
نوموړي طالبانو ته په خطاب کې ويلي، حاضر يؤ چې اوربند وکړو او د جګړې پرځای جرګې ته لاړ شو.
د ولسمشر لومړي مرستيال وويل: «حاضر يؤ سر له سبا اوربند اعلان کړو، د جګړې پرځای د جرګې ته ورشو او خبرې وکړو».
صالح همداراز ويلي چې، طالبان بايد په دې پوه شي چې پاکستان يو ځل بيا غواړي د دوی پر سر معامله وکړي.
طالبانو له دې پخوا ويلي ؤ چې د سولې په خبرو اترو که کې پرمختګ وشي نو د اوربند په اړه به یوې هوکړې ته ورسېږي، خو اوس چمتو نه دي چې اوربند وکړي.
تېر کوچني اختر کې وسله والو طالبانو د اوربند درې ورځينی وړاندیز وکړ چې د افغانستان دولت هم ومنه.
امرالله صالح خوست ولايت ته د خپل سفر پر مهال ددې ولايت ملکي او پوځي مسؤلينو او قومي مشرانو او مخورو سره ليدلي دي او د خوست د ساتنې ځانګړو ځواکونو له مرکزه يې هم ليدنه کړې ده.