Home » افغانستان » امریکا: د میلیاردونو ډالرو په ارزښت نظامي توکي مو له افغانستان ایستلي
رویداد خبري آژانس

امریکا: د میلیاردونو ډالرو په ارزښت نظامي توکي مو له افغانستان ایستلي

امریکا وایي د میلیاردونو ډالر په ارزښت یې نظامي توکي له افغانستان ایستلي دي.

د امریکا ددفاع وزارت دوو لوړپوړو چارواکو ددغه هېواد سنا ته د وینا پر مهال ویلي چې د سرتېرو د ایستلو چاره یې شل سلنه بشپړه شوې ده.

د دوی په خبره له افغانستان یې په ګڼو پروازونو کې د سرتېرو تر څنګ نظامي تجهیزات هم را ایستلي دي او دوی بریالي شوي چې له دغه هېواد د ۳۸ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات بېرته امریکا ته ولېږدوي.

دغه لوړپوړو چارواکو همدا راز ټینګار کړی چې د سرتېرو تر وتلو وروسته به یې هم له افغانستان سره خپلې ژمنې پر ځای وي.

دوی وایي چې په دغه هېواد کې د امنیت پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د نشه يي توکو کاروبار دی چې باید له منځه یوړل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...