Home » افغانستان » حسین حقاني: پاکستان نور باید په افغانستان کې له ورانکاریو او وسله والو ډلو له ملاتړ را وګرځول شي
رویداد خبري آژانس
په امریکا کې د پاکستان پخوایی سفیر حسن حقاني

حسین حقاني: پاکستان نور باید په افغانستان کې له ورانکاریو او وسله والو ډلو له ملاتړ را وګرځول شي

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر او ددغه هېواد د سیاستونو منتقد سیاستوال حسین حقاني وایي پاکستان په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو ملاتړ ته ادامه ورکړې ده او په افغانستان کې د ځینو ورانکاره فعالیتونو تر شا دی.

د حقاني په خبره نړیوال په دې پوهېدلي چې باید پاکستان نور په افغانستان کې له ورانکاریو او د وسله والو ډلو له ملاتړ را وګرځول شي.

حقاني وایي که نړیوال د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ هوکړه رامنځ ته کوي نو ستره موخه به یې دا وي چې دواړه هېوادونه به د یو بل په چارو کې لاسوهنه نه کوي او تر څنګ به یې د یو بل پر ضد د خاورې کارېدو ته هم اجازه نه ورکوي.

هغه ویلي طالبان لا هم په پاکستان کې فعال مرکزونه لري، د مشرانو کورونه یې هلته دي، نظامي او سیاسي شوراګانې لري او پاکستانی حکومت باید دغه لړۍ پای ته ورسوي.

حسین حقاني تر دې وړاندې هم په سیمه کې له ترهګرۍ د ملاتړ په تړاو د پاکستان پر سیاستونو نیوکې کړې وې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...