د افغانستان د ملي دفاع وزارت د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو د مسوول د نیولو ادعا کړې.
دغه وزارت نن په خپره کړې خبرپاڼه کې یوازې دومره ویلي چې کمانډو ځواکونو د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل “محمد حسن” نن له یوه ټوپک او یوې تومانچې سره ونیو.
دفاع وزارت د دې پېښې په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي، خو له دې مخکې یې دې ولسوالۍ ته د طالبانو په وړاندې د جګړې د پیاوړي کېدو لپاره د کمانډو د نویو ځواکونو د استولو خبره کړې وه.
د پامیر۲۱۷ قول اردو هم له دې مخکې ویلي و چې طالبانو تر کوچني اختر مخکې پر دې ولسوالۍ بریدونو ته زور ورکړی و.