د افغاستان برېښنا شرکت چارواکي وایي، د کابل ښار اوولسمې ناحیې اړوند د طلایي ښارګوټي ته نږدي سیمه کې د وارداتي برېښنا مزې په موقت ډول نښنلول شوی دی.
هېواد د وارداتي برېښنا یوه پایه وړمه شپه د نامعلومه وسلهوالو له لوري په بمونو والوزول شوه چې له امله يې د کابل په ګډون د اتو ولایتونو برېښنا پرې شوه.
تر دې وړاندې هم د کابل ولایت په کلکانو ولسوالۍ کې د برېښنا یوه پایه نړول شوې وه، چې د برېښنا شرکت په وینا د بیارغونې چارې یې روانې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د تېرو دوو اونیو پر مهال وسلهوالو په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا ۱۳ پایې ویجاړې او یا هم زیانمنې کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت له امنیتي ارګانونو څخه په جدې توګه غوښتنه کړې چې د برېښنا د تأسیساتو او شبکو په ساتنه کې کلکه پاملرنه وکړي، ددې پېښو عاملین ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.