Home » افغانستان » کورنیو چارو وزارت: د برېښنا پایو ویجاړول ترورېستي عمل دی
رویداد خبري آژانس

کورنیو چارو وزارت: د برېښنا پایو ویجاړول ترورېستي عمل دی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د برېښنا پر پایو حمله او د هغوی ویجاړول ترورېستي عمل دی.

د یاد وزارت مرستیال ویاند سید حامد روشن پرون رسنیو ته وویل، پولیسو ته د دغو پایو د تخریبوونکو په وړاندې د جدي اقدام سپارښتنه شوې ده.

ښاغلی روشن زیاتوي: “د برق د پایو په نښه کول او تخریبول یو ترورېستي عمل دی. د دغه جنایت له ترسره کوونکو سره به کلک قانوني چلند وشي. تېر کال هم په ورته تاکتیکونو سره د برېښنا پایې په نښه او تخریب شوې وې چې موږ په دې تړاو ۶ کسان نیولي وو چې دوی په خپلو اعترافونو کې د طالبانو غړیتوب منلی و.”

بلخوا تېره ورځ د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د برېښنا پایو د ویجاړېدو په تړاو یې پنځه تنه نیولي دي.

برښنا شرکت پرون وویل چې په وروستیو دوو اوونیو کې د برېښنا ۱۳ پایې په بمي چاودنو کې تخریب یا هم چپه کړای شوې دي.

وړمه شپه هم د کابل په ۱۷مه ناحیه کې د برېښنا یوه پایه والوځول شوه چې له امله‌یې د مرکز کابل او ځينو ولایتونو برېښنا پرې شوه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...