دځانګړو عملیاتو قول اردو وایي امریکايي ځواکونو د کابل په ریشخور سیمه کې د ( مورهد) په نوم یو کمپ افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلی دی.
یاد قول اردو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دغه کمپ په ۱۳۸۶ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو ته د روزنې او مشورو لپاره جوړ شوی وو چې تر اوسه د بهرنیانو لهخوا پرمخ وړل کېده او تازه یې مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی.
د ځانکړو عملیاتو قول اردو قومندان جنرال هیبتالله علیزي د دې کمپ سپارلو مراسمو پرمهال ویلي، چې افغان کومانډو ځواکونه مسلکي شوي او اوس کولای شي د بهرنیانو له مرستې پرته دښمن ته په سنګرونو کې ماتې ورکړي.
تر دې وړاندې هم یو کمپ په بلخ او د انتونیک په نوم یو کمپ په هلمند کې افغان ځواکونو ته سپارل شوی و.
ټاکل شوې امریکا خپل ټول پوځیان د روان کال تر سپټمبر میاشت له افغانستان وباسي، چې ورسره به د دوی استوګنیز کمپونه افغان لوریو ته سپارل کېږي.