Home » افغانستان » کامیلا هریس: له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو پرېکړه له زړه ورتیا ډکه پرېکړه وه
رویداد خبري آژانس
د امریکا د ولسمشر مرستیاله کامیلا هریس

کامیلا هریس: له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو پرېکړه له زړه ورتیا ډکه پرېکړه وه

د بایډن مرستیاله:د سرتېرو د ایستلو پرېکړه له زړه ورتیا ډکه پرېکړه وه

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامیلا هریس د بايډن له پرېکړې ملاتړ کړی دی.

نوموړې له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي دا د هغو کسانو له ډلې وه چې د سرتېرو د ایستلو په تړاو یې د بایډن د پرېکړې ملاتړ وکړ او خپل دې ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

د هرېس په خبره بایډن په خپله پرېکړه کې جدي دی او ارو مرو به له افغانستان خپل سرتېري وباسي.

هغه همدا راز ټینګار کوي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پرېکړه خورا سخته وه، خو بایډن ددې وړتیا لري چې سختې پرېکړې وکړي، له همدې امله هغه د سرتېرو د ایستلو په برخه کې ډاډمن دی او خپله دا پرېکړه به عملي کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...