د ملي امنیت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د اسیا او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره کتلي دي.
دین تامپسون په دې لیدنه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن پیغام له محب سره شریک کړی دی او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا یې ټینګار کړی دی.
تامپسون ویلي امریکا د سرتېرو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره په نظامي او پراختیايي برخو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې همکاریو ته ژمنه ده.
نوموړي همدا راز ویلي چې امریکا په نړیواله کچه د افغان سولې لپاره خپلو هڅو او ملاتړ ته ادامه ورکوي.
حمدالله محب هم ویلي چې د سرتېرو د ایستلو په تړاو د بایډن پرېکړې ته درناوی کوي او په دې برخه کې له امریکایي پوځ سره همکاریو ته تیار دي.