د ملي دفاع وزارت وایي، چې د هیواد په درې ولایتونو کې د افغان ځواکونو په جلا عملیاتو کې یې ۶۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه وزارت نن یکشنبه (د غویي ۵ مه نېټه) په خپره شویو خپرپاڼو کې ویلي، دغه عملیات تېره ورځ افغان ځواکونو په غزني، میدان وردګ او لغمان ولایتونو کې ترسره کړي دي.
په خبر پاڼو کې راغلي چې د افغان ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ په دغه عملیاتو کې ۶۰ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
خبر پاڼې زیاتوي چې په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
خو طالبانو تر دې مهاله د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.