Home » افغانستان » دفاع وزارت: غزني کې ۴۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت: غزني کې ۴۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې تېره ورځ د غزني ولایت په اندړ او قره باغ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه وزارت نن پنجشنبه (د غویي ۲مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغان ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ په دغه عملیاتو کې ۲۴ طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۳ موټر سایکلونه، ۸ ماینونه ، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

په همدې حال کې دفاع وزارت ویلي افغان ځواکونو د زابل ولایت په شمولزایي او ارغنداب ولسوالیو کې د عملیاتو پرمهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

خو وسله والو طالبانو تراوسه د دې عملیاتو په اړه تبصره نه ده کړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...